د چين د دولت رئيس تل د ښه ژوند لپاره د خلکو هيلو پوره کول د چين د کمونيست ګوند کاري موخه بولي. سږ کال د چين د ملي ولسي کانګرس او د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې کلنۍ غونډې د کوويد-۱۹ ويروس د مخنيوي چارو په موده کې تر سره شوې، شي جين پينګ څو څو ځله د بېلا بېلو پلاويو له استازو او غړو سره بحثونه وکړل، د ده له خبرو څخه عامو وګړو او د دوي ژوند ته ژوره پاملرنه څرګندېږي.
شي جين پينګ په ملي ولسي کانګرس کې څو ځله د کوويد-۱۹ د مخنيوي کار په باب پوښتنې وکړې او په عين وخت کې يې شخصي شرکتونه وهڅول. هغه د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې د اقتصادي ټولنو په ګډه غونډه کې دې ته اشاره وکړه چې چين بايد د کورنيو اړتياوو د پوره سيستم د جوړولو کار چټک کړي او نوښتونه دې پرمخ بوځي.
هغه په هو بې ولايت کې د کوويد-۱۹ ويروس د مخنيوي چارو ته ډېر پام وکړ او و يې ويل، چې د هو بې د ۶۰ مليونو وګړو د استخدام، ښوونې او ټولنيزو بيمو د ساتنې کار بايد بشپړ شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |