CRI Online

نيويارک ټايمز : مايک پمپيو د امريکا په تاريخ کې د بهرنيو چارو تر ټولو بد وزير دی

cri     (GMT+08:00) 2020-05-28 12:00:59

نيويارک ټايمز د مې په ۲۶مه نېټه د يوې مقالې په خپرولو سره ويلي چې مايک پمپيو د امريکا په تاريخ کې د بهرنيو چارو تر ټولو بد وزير دی، په ديپلوماتيکو چارو کې يې کوم برياليتوب نه دی تر لاس کړی، خپل زياتره وخت يې په سپينې ماڼۍ کې د ټرمپ په چاپلوسۍ تېر کړی دی. په دې مقاله کې د ده کړنې منعکس شوي دي، مثلأ : د بهرنيو چارو د لوړپوړي چارواکو د ترټلو ناوړه غوښتنه يې ټرمپ ته وړاندې کړې، د کوويد-۱۹ ويروس د سرچينې په هکله يې بې اساسه خبرې کړي، له حکومتي چارواکو يې ناوړه استفاده کړې ده، او د حکومتي پيسو په لګولو سره يې شخصي مېلمستياوې تر سره کړي، او داسې نورې کړنې يې تر سره کړې دي. له دې مخکې، د واشنګټن پوست هم د يوې مقالې په خپرولو سره د کوويد-۱۹ د مخنيوي په موده کې د پمپيو د کړنو سخته غندنه کړې وه او ويلي يي وو چې هغه د امريکا په تاريخ کې د بهرنيو چارو تر ټولو بد وزير دی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای