CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان د يو صندوق د جوړېدو اعلان وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-05-28 12:05:47
د روغتيا نړيوال سازمان د يو صندوق د جوړېدو اعلان وکړ

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير ادهانوم تدريس د مۍ په ۲۷مه نېټه اعلان وکړ چې دغه سازمان يو صندوق جوړ کړی دی. دغه صندوق به د اوسنيو روغتيايي ننګونو ضد د نړيوالې مبارزې لپاره پيسې راغونډې کړي. نوموړي وويل، د دې صندوق جوړېدل د ياد سازمان يو تاريخي ګام بلل کېږي.

د روغتيا نړيوال سازمان په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د دې صندوق مقر په ژنيو کې دی او د ياد سازمان په شمول څو موسيسو ته به مالي ملاتړ برابر کړي او له نړيوالو روغتيايي چارو څخه به ملاتړ وکړي.

دغه صندوق په قانوني برخه کې د روغتيا له نړيوال سازمان څخه جلا دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای