د اروپايي ټولنې کمېسيون د مې په ۲۷مه نېټه د اقتصاد بيا سمسورتيا لپاره د اروپا د راتلونکي نسل په نوم پلان وړاندې کړ چې له دې سره سم به دغه ټولنه د غړو هېوادونو د اقتصاد بيا سمسورتيا لپاره له پولي بازار څخه ۷۵۰ مليارډه يورو راغونډې کړي.
د مالوماتو له مخې، د دې پلان عمده موخه د غړو هېوادونو د اقتصاد بيا سمسورتيا ملاتړ، پر شخصي ادارو د پانګونو هڅونه او د طبي سيستم پياوړتيا ده. د اروپايي ټولنې کميټې رئيسې يورسولا وون دير لين دې ته اشاره وکړه چې د ۷۵۰ مليارډو يورو په ارزښت صندوق به د دې ټولنې د ۲۰۲۱-۲۰۲۷ کالونو په بوديجه کې شامل شي.
د پام وړ خبره دا ده چې بايد لومړی دغه پلان د ټولو غړو هېوادونو لخوا ومنل شي، او ورپسې به بيا په رسمي ډول نافذ شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |