CRI Online

نړيواله ټولنه د چين د دوو مجلسونو کلنيو غونډو ته ډېره پاملرنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-28 12:13:56

نړيوالې ټولنې په دې وروستيو ورځو کې د چين د دوو مجلسونو کلنيو غونډو ته ډېره پاملرنه کړې. د پولنډ د وارسا پوهنتون د اروپا څېړنيز مرکز مشر او د چيني چارو کارپوه بوګدان ګورالچک وويل، چين دوه سل کلنې موخې لري، لومړی موخه يې په ۲۰۲۱ کال کې د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کاليزې په وخت کې په دې هېواد کې د نسبتاً شتمنې ټولنې جوړول دي. سږ کال د چين په دغو دوو غونډو کې دغې مسئلې ته ډېره پاملرنې ورکړل شوې او ګډونوالو يې په عمده توګه د پرمختګ لارو چارو د بدلون، د کورنۍ اړتيا پراخېدو او نوښتي چارو په اړه بحثونه وکړل.

په تايلنډ کې د چيني سوداګرو ټولنې مرستيال مشر لي ګوی شيونګ وويل، د چين د حکومت کاري راپور چې د صدراعظم لي که چيانګ لخوا وړاندې شوی، د چين د پرمختګ باور او روښانه راتلونکی ترې ښکاري، د چين په کور دننه چينايان او بهر کې چيني الاصله چينايان يې هڅولي چې د خپل هېواد د بيااحيا لپاره تر وسې پورې کوښښونه وکړي. هغه زياته کړه چې په چين کې د دغو دوو کلنيو غونډو ترسره کېدل دا ښيي چې دغه هېواد د کوويد-۱۹ وقايې او کنټرول او د اقتصاد او ټولنې پرمختګ په برخو کې فعال برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای