CRI Online

چين بايد د بهرنيو هېوادونو د مصئونيت په اړه قانون ژر جوړ کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-28 12:17:50
چين بايد د بهرنيو هېوادونو د مصئونيت په اړه قانون ژر جوړ کړي

د چين د ملي ولسي کانګرس استازي او د بېجينګ د علومو اکاډمۍ د قانوني چارو څېړونکي ما يي ده د مۍ په ۲۶مه نېټه له خبريالانو سره په مرکه کې وويل، چې هغه د چين ملي ولسي کانګرس ته وړانديز وکړ چې د چين له حالاتو سره سم دې د بهرنيو هېوادونو د مصئونيت په اړه قانون ژر جوړ شي. ځکه په دې سره به په چين کې د چينايانو او د بهرنيو پانګوالانو قانوني حقونه په عادلانه توګه وساتل شي او په عين وخت کې به د کوويد-۱۹ په پلمه پر چين د امريکا په شمول د ځينو هېوادونو د بدنامۍ اچولو او تور لګولو سره مقابله وشي.

د مالوماتو له مخې، اوس نړيوال وضعيت ډېر پيچلی دی او د کوويد-۱۹ وقايې او کنټرول کارونه د عادي کېدو په حال کې دي، نو دغه وړانديز د چين د ملي ولسي کانګرس د استازو لخوا په غوڅ اکثريت ومنل شو او ملاتړ يې وشو. د بېجينګ له پلاوي څخه څه باندې ۳۵ استازو په ګډه دغه وړانديز امضا او وړاندې کړ. اوس دغه وړانديز ليک د ځانګړې کمېټې تر څېړنې لاندې دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای