CRI Online

تبصره: د يو فکري ارګان (( ناپوهه )) فکرونه

cri     (GMT+08:00) 2020-05-28 12:44:49

په دې وروستيو کې په انټرنيټ کې يوه شکمنه ويډيو خپره شوې ده. د بريتانيا ډيلي تلګراف ورځپاڼې د مۍ په ۴مه نېټه خبر ورکړ چې ياده ويډيو د هنري جکسن ټولنې په نوم د يو فکري ارګان له خوا خپره شوې ده. د نوموړي ټولنې په قول په ووهان کې د ويروس څېړنيز انستېتيوټ د وژونکي کوويد -۱۹ ويروس د زهرجن بوزغلي د علمي څېړنې په وخت کې د بيولوژيکي امنيت نظام نه دی مراعات کړی چې دا ښايي د دغه ويروس د خپرېدو سبب ګرځي. د چين د بهرنيو چارو وياندې هوا چون ينګ د خبريال اړوندې پوښتنې ته د ځواب ورکولو په وخت کې وويل، چې د پلټنې له مخې، د يادې ويډيو انځورونه د علمي معلوماتو د پېژندلو له يو فلم څخه راغلي چې په ووهان کې د ويروس د انستېتيوټ له څېړوونکو عملياتو سره هيڅ تړاو نه لري، دغه ويډيو د دغسې انځورونو د راغونډولو او ايډيټ له لارې جوړه شوې ده.

روان کال نوموړي فکري ارګان څو څو ځلې د چين پر ضد د کلک دريځ راپورونه خپاره کړي او د امريکا د ځينو سياستوالو له نظرونو سره يې هماهنګې ښودلې ده. دغه فکري ارګان د اپريل په اتمه نېټه د يو راپور په خپرولو سره د کوويد-۱۹ ويروس د خپرېدو له امله د نړيوال اقتصاد د رامنځته شويو زيانونو پړه پر چين اچولې او غواړي بريتانيا راپاڅوي چې له چين څخه د تاوان اخيستلو دعوا وړاندې کړي. دغه فکري ارګان د مۍ په ۱۴مه نېټه د چين له خوا د عرضې ځينځير د ماتولو په اړه هم يو راپور خپور کړی دی. د دغه راپور يوه ليکوال روجيس خبريال ته وويل، چې د دې راپور موخه پر چين د محدوديتونو لګول دي، څو د ټيټې کچې له لوي توليدوونکي هېواد څخه لوړو صنعتونو ته د تګ پر لاره د چين پر پلان سترې اغېزې وکړي.

په داسې حال کې چې اوس د کوويد-۱۹ له وبا سره نړيواله مبارزه روانه ده، د هنري جکسن ټولنه د چين پر ضد د عملياتو د راپاڅولو په هڅه کې ده او له کوويد- ۱۹ سره د مبارزې لپاره د نړيوالې همکارۍ د پياوړتيا پرمخ يې خنډونه اچولي دي. په داسې حال کې چې د اقتصاد د نړيوال کېدو په جريان کې ټوله نړۍ د چين له توليد څخه ګټې اخلي، د دغه فکري ارګان نظريې له بازاري اصولو، اصلي تجارتي اخلاق او د اقتصاد له نړيوال کېدو سره مخالفې دي. د دغه فکري ارګان علمي رويه، توان او کچه شکمنه ده او دغسې نظرونه د يو فکري ارګان هوښياري نه بلل کيږي، د دغو نظرونو پر وړاندې بايد دا فکر وکړو چې څوک به ترې ګټې واخلي؟

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای