د چين د ملي ولسي کانګرس د ديارلسمې دورېدرېيمه غونډه د مې په ۲۸مه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسيده. په دې غونډه کې د چين د مدنی قوانينو ټولکه تصويبه شوه او د ۲۰۲۱ د جنوري له لومړۍ نيټې څخه به پلی شي.دا د نوي چين له جوړېدو راهيسې د چين د مدني قوانينو لومړۍ ټولګه ده چې له امله به يې د خلکو د مدني حقونو ضمانت نوې مرحلې ته داخل شي.
د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مشر لي جان شو وويل چې دغه تولګه له قوانينو سره سم د حکومتوالۍ او د چين د ځانګړي سوسياليستي قانوني سيستم د بشپړتيا لپاره يو مهم قانون دی او په نوې زمانه کې به د اصلاحاتو او ورخلاصون او د سوسياليزم د عصري کېدو لپاره لا بشپړ مدني قانوني ضمانت برابر کړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |