د چين صدراعظم لي که چيانګ د مې په ۲۸مه نېټه وويل چې چين غواړي له نورو هېوادونو سره همکارۍ وکړي تر څو انسانان له کوويد۱۹ ويروس سره په مبارزه کې بريا ومومي.
د چين د ملي ولسي کانګرس د ديارلمسې دورې درېيمه غونډه په همدې ورځ پای ته ورسيده.لي که چيانګ د دې غونډې د پای تر مراسمو وروسته د خبريالانو پوښتنو ته په ځوابونو کې د دې ويروس د سرچينې په هکله وويل چې که په علمي لارو چارو د دې ويروس سرچينه پيدا شي،دا به د ياد ويروس د مخنيوي او کنټرول لپاره ګټوره وي. مختلف هېوادونه د دې ويروس پرضد د واکسين،درملو او کيټونو په څېړنې بوخت دي چې دا نړيوال عامه توليدات ګڼل کيږي. چين غواړي چې په دې برخه کې له نورو هېوادونو سره همکارۍ وکړي تر څو انسانان له کوويد ۱۹ ويروس سره په مبارزه کې بريا ومومي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |