د مې د ۲۸مې نيټې په مازديګر د چين د ملي ولسي کانګرس د ديارلسمې دورې په درېيمه غونډه کې د هانکانګ په ځانګړې اداري سيمه کې د ملي امنيت د ساتلو په موخه د قانوني نظام او اجرائيوي ميکانيزم د جوړېدو او بشپړېدو په هکله پرېکړه وشوه.د چين صدراعظم لي که چيانګ د دې غونډې د پای تر مراسمو وروسته له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې دغه پرېکړه به په ثابت ډول په يو هېواد کې د دوو نظامونو د پلي کېدو او په هانکانګ کې د دايمي سمسورتيا او ثبات د ساتلو لپاره ضمانت برابر کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |