CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان: په ګردې نړۍ کې د کوويد -۱۹ پر ناروغۍ د اخته شويو کسانو شمېر ۵۵۹۳۶۳۱ ته رسېدلی

cri     (GMT+08:00) 2020-05-29 09:52:21

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کوويد -۱۹ وبا په اړه د روغتيا د نړيوال سازمان د تازه راپور له مخې، د منځنۍ اروپا پر وخت د مې د ۲۸مې نېټې د سهار تر لسو بجو پورې، په ګردې نړۍ کې پر دغې ناروغۍ د تازه اخته شويو کسانو شمېر ۱۰۴۵۰۵ و او عمومي شمېر يې ۵۵۹۳۶۳۱ ته رسېدلی دی. همدارنګه، د تازه مړه شويو کسانو شمېر ۴۲۲۱ و او عمومي شمېر يې ۳۵۳۳۳۴ ته رسېدلی دی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای