CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان: د نړۍ هېوادونه نه شي کولی چې د عامې روغتيا د لګښت د کمولو له لارې اقتصادي بحران حل کړي.

cri     (GMT+08:00) 2020-05-29 09:54:42

په اروپا کې د روغتيا نړيوال سازمان د دفتر مشر هانس کلوج د مۍ په ۲۸مه نېټه په مطبوعاتي غونډه کې وويل، د کوويدـ۱۹ ويروس وبا له امله د اروپا اقتصاد مخ په ځوړ روان دی او د نړۍ هېوادونه نه شي کولی چې د عامې روغتيا د لګښت د کمولو له لارې اقتصادي بحران حل کړي.

هانس کلوج وويل، اوس د اروپا اقتصاد مخ په ځوړ روان دی. د اروپايي ټولنې د وړاندوينې له مخې، سره له دې چې که ويروس کنټرول هم شي، د اروپايي ټولنې د سږکال جي ډي پي به ۷.۵ فيصده ټيټه شي، چې دا د ۲۰۰۸ کال تر نړيوال مالي بحران سخت حالت دی. د روغتيا نړيوال سازمان نه غواړي د هغه وخت د اروپايي هېوادونو په شان د عامې روغتيا د لګښت د کمولو له لارې دغه بحران حل کړي. هغه وويل، له ۲۰۰۸ کال څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې د اروپا په نيمه برخه کې د عامې روغتيا لګښت ټيټ شوی او له دې امله ډېرو کسانو اړين طبي ضمانت نه دی تر لاسه کړی.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای