CRI Online

د م م سرمنشي په جګړو او شخړو کې د عامو وګړو د ساتلو غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-05-29 09:55:00

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس د مې په ۲۷مه نېټه د ( په جګړو او شخړو کې د عامو وګړو ساتنه) تر عنوان لاندې د امنيت شورا په يوه ناسته کې وويل، چې په ۲۰۱۹م کال کې نړيوالې ټولنې د عامو وګړو د ساتلو او د نړيوال قانون د مراعات کولو په برخو کې لږ پرمختګ موندلی او له اړوندو هېوادونو څخه يې غوښتنه وکړه چې په جګړو او شخړو کې د عامو وګړو د ساتلو لپاره لا زيات کوښښونه وکړي.

نوموړي په دغه غونډه کې وويل، چې په ۲۰۱۹م کال کې يوازې په افغانستان، مرکزي افريقا، عراق، ليبيا، نايجريا، سوماليا، جنوبي سوډان، سوريې، اوکراين او يمن کې د جګړو له امله کابو شل زرو عامو وګړو ته مرګژوبله اوښتې او څو مليون کسان له خپل کور او کلي څخه جلا شوي دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای