د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د وينزويلا ولسمشر نيکولاس مادورو د مې په ۲۷مه نېټه پر چين د امريکا لخوا د مسلسلو ناوړه تورونو سخته غندنه وکړه او و يې ويل چې دا د امريکا لخوا پېل شوې ناحقه او نااخلاقي مبارزه ده.
نوموړي يادې خبرې په همدې ورځ په ټلويزيوني خبرو کې کړې دي او ويلي يې دي چې امريکا غواړي د نوې سړې جګړې له لارې چين خراب کړي او په نړۍ کې د چين پر ضد ټولنه جوړه کړي. وينزويلا به د سولې او عدالت د ساتنې لپاره د چين تر څنګ ټينګ ودرېږي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |