د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مې په ۲۸مه نېټه، د ايران په نوې دوره اسلامي غونډه کې د ايران د انقلابي ګارډ د هوايي ځواکونو پخوانی قوماندان او د تهران پخوانی ښاروال محمد باقر قاليباف د نوي پارلماني مشر په توګه وټاکل شو.
د مالوماتو له مخې، قاليباف له ۲۶۴ رايو څخه ۲۳۰ رايې تر لاسه کړي او د علي لاريجاني پر ځای د نوي پارلماني مشر په توګه وټاکل شو. علي لاريجاني به د خامنه يي د مشاور په حيث کار وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |