CRI Online

طالبانو د افغان حکومت ۸۰ بنديان خوشي کړل

cri     (GMT+08:00) 2020-05-29 10:06:25

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، طالبانو د مې په ۲۸مه نېټه اعلان وکړ چې په همدې ورځ يې د افغان حکومت ۸۰ بنديان خوشي کړي او دا يې د حکومت لخوا د خوشي شويو بنديانو په بدل کې خوشي کړي دي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين په همدې ورځ پر ټولنيزو رسنيو خبر ورکړ، چې طالبانو يادو خوشي شويو بنديانو ته نوې جامې او پيسې هم ورکړي دي. په ورته وخت کې هغه ويلي چې د طالبانو پنځه کسيز تخنيکي ټيم د طالب بنديانو د خوشي کېدو په موخه کابل ته رسېدلی دی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای