د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د سوداګرۍ وزارت د مۍ په ۲۸مه نېټه يوه تازه شمېرنه خپره کړه چې له مخې يې د روان کال په لومړۍ ربعه کې د دغه هېواد د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت يعنې جي ډي پي ۵ سلنه ټيټ شوی او دا د لومړنۍ شمېرنې په پرتله 0.2 سلنه ټيټوالی ښيي. دا د نړيوال پولي بحران ترټولو خرابې مودې راهيسې په يوه ربعه کې د امريکا جي ډي پي ترټولو لوی کمولی دی.
د امريکا د سوداګرۍ وزارت معمولا د دوامداره ښه شوو معلوماتو پراساس د درې مياشتنۍ جي ډي پي ډېټا درې ځله اټکلونه کوي. د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت به د جون په ۲۵مه نېټه د روان کال په لومړۍ ربعه کې د جي ډي پي يا د توليداتو وروستی ارزښت اعلان کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |