CRI Online

د چين د اقتصاد ثبات به د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره هڅوونکی رول ولوبوي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-29 13:48:35
د چين د اقتصاد ثبات به د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره هڅوونکی رول ولوبوي

د چين د ملي ولسي کانګرس کلنۍ غونډه د مۍ په ۲۸مه نېټه پای ته ورسېده. ور پسې د چين صدراعظم لي که چيانګ په يوه خبري ناسته کې د چين د اقتصادي پرمختګ او د ورخلاصون او همکارۍ په شمول د ځينو موضوعاتو په هکله تشريحات څرګند کړل او و يې ويل چې چين د سږني پرمختګ د موخې ترسره کولو توان لري. نوموړي په دغه خبري ناسته کې د يادې موخې درې نښې څرګندې کړې.

لومړۍ: چين اوسنې ستونزې حلولای شي او د سږنۍ موخې د ترسره کولو توان لري.

د کوويد-۱۹ له امله نړيوال اقتصاد د کمزورېدو په حال کې دی او د چين اقتصادي پرمختګ له بې ساري ننګونو او ډېرو ناثابتو عواملو سره مخ دی. د حکومت په کاري راپور کې د روان کال لپاره د اقتصادي زياتوالي مشخصه موخه نه ده ټاکل شوې، خو دغه موخې پکې وړاندې شوې چې چين به سږ کال د خلکو کار او استخدام او د وګړيو ژوند ضمانت ته لومړيتوب ورکړي، د بېوزلۍ د له منځه وړلو په جګړه کې به برياليتوب ومومي او د نسبتاً شتمنې ټولنې د جوړولو لپاره به تر وسې پورې کوښښونه وکړي.

صدراعظم لي که چيانګ په دغه خبري ناسته کې د خلکو د کار او استخدام او د وګړیو ژوند د ضمانت او د بازار د فعالولو لپاره د چين يو لړ اغېزناک تدبيرونه بيان کړل او و يې ويل چې دغه تدبيرونه اغېزمن او مناسب دي. په عين وخت کې هغه وویل چې چين به د بېوزلۍ د له منځه وړلو د سږنۍ موخې د ترسره کولو لپاره تر وسې پورې کوښښونه وکړي، دغه راز چين د مطلق بېوزليتوب د له منځه وړلو په اړه خپل ټينګ هوډ او اراده نړۍ ته ښودلي دي.

دوهم: د چين د واکمن ګوند او حکومت د وګړيو په مرکزيت د پرمختګ نظريه لري.

لي که چيانګ وويل، د بېلا بېلو کچو حکومتونه بايد د تګلارو د ټاکل او تطبيق په وخت کې د خلکو ګټو ته لومړيتوب ورکړي او د وګړيو ستونزې او دردونه بايد تر نظر لاندې ونيسي. هغه وويل، سږ کال چين د کوويد-۱۹ ناروغۍ ضد د مبارزې لپاره د لويې پيمانې تګلارې غوره کړي، ۷۰ سلنه پيسې يې په مستقيمه توګه د خلکو ژوند د ضمانت لپاره بېلې کړې دي. هغه پر دې ټينګار وکړ چې دغه پيسې بايد په عملي توګه د ځايي حکومت لخوا د وګړيو د ژوند ضمانت په بېلا بېلو برخو کې ولګول شي، په دې بهير کې به جدي نظارت ترسره شي.

درېيم: چين به د نړيوال اقتصاد د خلاصېدو لپاره په مداومه توګه هڅونکی رول ولوبوي.

چين هر کال د نړيوال اقتصاد لپاره کابو دېرش سلنه خدمتونه کوي، سږ کال يې د کوويد-۱۹ ناروغۍ تر منفي اغېزې لاندې خپل اقتصاد ثابت ساتلی، دا د نړۍ لپاره هم خدمت ګڼل کېږي. لي که چيانګ په دغه خبري ناسته کې پر دې ټينګار وکړ، چې چين به په کلکه ورخلاصون ته دوام ورکړي، په دوامداره توګه به له نړۍ سره همکارۍ پراخې او پياوړې کړي او د خپل ثابت پرمختګ او د ورخلاصون د پراخېدو له لارې به نړيوال اقتصاد د بيااحيا لپاره خدمتونه ترسره کړي.

لي که چيانګ پر دې ټينګار وکړ چې اوس نړيواله ټولنه له دوه ګونې ننګونو سره مخ ده، بېلا بېل هېوادونه بايد د يادې ناروغۍ ضد د مبارزې او د اقتصادي پرمختګ په برخو کې نږدې يووالی او همکارۍ وساتي تر څو په ګډه اوسنې ستونزې حل کړي.

د بريټانيا د ۴۸ شرکتونو ټولنې رئيس سټيفن پيري په دې نظر دی چې د چين حکومت د کورني اقتصاد او د نړيوال اقتصاد د بيااحيا په اړه وېښه او عقلانه رويه غوره کړې او نړۍ ته يې د نړيوال اقتصاد د بيااحيا لپاره د ثبات باور ور کړی دی.

د يادولو وړ ده چې چين پر دې ټينګار کړی چې د کوويد-۱۹ ضد د مبارزې په جريان کې بايد د توليدي چارو او عرضې ځينځيرونه ثابت وساتل شي او د سوداګرۍ او پانګونې ازادۍ او اسانتيا د پرمخبيولو لپاره دې کوښښونه وشي. دا د ياد ويروس تر منفي اغېزې لاندې د نړيوال اقتصاد د بيااحيا لپاره ډېره مهمه ده او د بهرنيو پانګوالانو باور يې هم پياوړی کړی دی. و به کتل شي چې په راتلونکی کې د چين لوی بازار به لا هم ډېر بهرني نړيوال شرکتونه جلب کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای