CRI Online

په امريکا کې يو افريقا الاصله امريکايي د سپين پوستي پوليس د تشدد له امله مړ شو او نژادي سپکاوی د امريکا بشري حقونو ته زيان رسوي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-29 14:10:50

پر ځايي وخت د مې په ۲۷مه نېټه د امريکا د مينيسوټا ايالت په اپوليس ښار کې د پوليسو د زور زياتي پرضد لاريون وشو او وروسته اورلګېدنه رامنځته شوه. لامل يې دا دی چې د روانې مياشتې د ۲۵مې نېټې په ماښام، د ګيورګ فلويډ په نوم يو افريقا الاصله امريکايي د جعلي نغدو پيسو د کارولو په تور د سپين پوستي پوليس لخوا ونيول شو، پوليس هغه چپه کړ او پر ستونی يې ورته زنګون کېښود، که څه هم هغه غږونه کول چې ساه يې بنده ده، تنفس نه شي کولی، خو پوليس خپل تشدد ختم نه کړ او په پای کې يې ساه وايسته.

د اړوندو ويډيوګانو له خپرېدو وروسته، په امريکا کې زرګونه کسيز لاريون وشو او لاريون کوونکي د پوليسو د زور زياتي له کړو وړو سره مخامخ شول، د دوی غوسه يې راوپروله او د پوليسو يادو کړو وړو په امريکا کې د لا سخت قهر سبب ګرځېدلی دی. بېلا بېلو خواوو په جلا جلا توګه د پوليسو د زور زياتي پر کړو وړو نيوکې وکړې او له حکومته يې کلکه غوښتنه وکړه چې اړوندو پوليسو ته بايد سزا ورکړي.

امريکا کډول ميشتی هېواد دی او د بېلا بېلو قومونو او ملتونو وګړي په کې اوسېږي. که څه هم امريکا تل پر دې ټينګار کړی چې هر کس برابر حقوق لري او بشري حقونو ته تر ټولو لومړيتوب ورکوي، خو په دغه هېواد کې د نژادي سپکاوي پېښې څو څو ځله رامنځته شوې دي. په تېرو څو کلونو کې خبري رسنيو داسې زياتې پېښې په ډاګه کړې چې د ملي لږکيو ځوانان په امريکا کې د پوليسو د زور زياتي له کړو وړو سره مخامخ دي او حتی بې ګناه وژل کېږي. ويل کېږي چې ورته پېښې د نړۍ په نورو ځايونو کې نايابې دي. په امريکا کې نژادي سپکاوی بشري حقونو ته سخت زيانونه رسولي دي. ملي لږکي په امريکا کې د کاري فرصت، مسلکي پرمختګ، عايداتو، ښوونې، فرهنګ او ژوند په بېلا بېلو ساحو کې ټيټ مقام لري، په تېره بيا د عدليې په برخه کې بيخي ټيټ مقام لري. د سږ کال په اپريل کې د امريکا د يوې ټولپوښتنې له مخې، د کوويد -۱۹ وبا له رامنځته کېدو راهيسې، کابو شپيته سلنه اسياالاصله امريکايانو د دوی پر ضد د زور زياتي پېښې کتلي او په ورته وخت کې د اسيا الاصله امريکايانو په مقابل کې جرمونه هم زيات شوي دي.

رښتيا دا دي چې په امريکا کې نژادي سپکاوی د سختو ټولنيزو مسئلو سبب ګرځېدلی دی، له دې امله د بېلا بېلو قومونو ترمنځ اړيکې خرابې شوي او د مختلفو قومونو ترمنځ د قهر او کرکې له امله جرمونه هم زيات شوي دي. د امريکا په دننه کې سياسي جوړښت، تاريخي دودونه او ايډيالوژي د نژادي سپکاوي ريښې دي. که په دغو برخو کې اصلاحات رانه شي او د نژادي سپکاوي مسئله حل نه شي، نو هيڅکله به په دغه هېواد کې د ملي لږکيو بشري حقونه ښه ونه ساتل شي.

ليکواله: د چين د ميډيا ګروپ د پښتو څانګې خبرياله غوټۍ

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای