CRI Online

د هانکانګ په هکله د څلورو لويديځو هېوادونو اعلاميه د هانکانګ د ساتنې په اړه د چين ټينګ هوډ نشي بدلولای

cri     (GMT+08:00) 2020-05-29 19:43:31

د مې په دوه ويشتمه نېټه د چين د ملي ولسي کانګرس د کلنۍ غونډې د پرانيستلو په ورځ بريتانيا، کاناډا او استراليا هېوادونو د هانکانګ په هکله د يوې اعلاميې په خپرولوسره د چين په کورنيو چارو کې څرګنده مداخله وکړه.

بريتانيا، امريکا، کاناډا او استراليا د دغې غونډې له پای ته رسېدو وروسته يو ځل بيا په دې اړه د هانکانګ عامه افکارو ته له پاملرنې پرته ه ګډه اعلاميه خپره کړه.

خو په ياده غونډه کې له هانکانګ څخه د ملي ولسي کانګرس ۳۶ استازو او د چين د نورو ولايتونو او سيمو استازو په هانکانګ کې د ملي امنيت د ساتلو په هکله د قانون په اړه د لايحې جوړولو په رايګيرۍ کې ګډون وکړ. د چين په ملي ولسي کانګرس غونډه کې د مې د ۲۸مې نيټې له غرمې وروسته په اکثرو موافقو رايو سره د هانکانګ ځانګړې اداري سيمه کې د هېواد د امنيت ساتلو د قانوني ميکانيزم او نظم د تطبيق په اړه پريکړه ليک تصويب شو.

په هانکانګ کې د ياد قانون د ملاتړ غورځنګ د مې له ۲۴مې نيټې څخه د دغه قانون د ملاتړ لپاره د ميليونونو هانکانګيانو د تاييد لاسليکونه تر لاسه کړي دي. د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې مشرې کاري لام هم په دغه فعاليت کې ګډون وکړ. د هانکانګ د قانون جوړولو شورا غړي هه جون ژاو وويل چې د چين حکومت هانکانګ ته د ځواکمن ملاتړ برابرولو لپاره دغه قانون جوړوي او په دې کار سره به نه يوازې د هېواد امنيت تامين شي، هانکانګ به لا نور پرمختګ ومومي.

د امريکا او بريتانيا په شمول لويديځ هېوادونه په دې نظر دي چې دوی په ګډه د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه کولی شي او په نړيوالو عامو افکارو کې په يو هېواد کې د دوو نظامونو د عملي کېدو او د ياد قانون د جوړولو په هکله جعلي مالومات جوړولی شي. په حقيقت کې د هانکانګ بنسټيز قانون په چيني او انګريزي ژبې د هانکانګ د حکومت په ويبسايټ کې هر څوک ليدلی شي. د بريتانيا يو ليکوال وويل چې د هانکانګ په بنسټيز قانون کې داسې مادې شته چې که په دغه سيمه کې تاوتريخوالی رامنځته کېږي او د هېواد اتحاد او امنيت له ګواښ سره مخ کېږي او ځايي حکومت يې په خپله نشي کنټرولولای، د چين ملي ولسي کانګرس د هانکانګ په هکله د قانون جوړولو واک لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای