CRI Online

مايک پومپيو چې د امريکا په تاريخ کې تر ټولو ضعيف خارجه وزير بلل کيږي، خپل هېواد کندې ته غورځوي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-29 20:02:52

د امريکا د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په ويبپاڼه کې يوه تازه خپره شوې ليکنه کې د دغه هېواد خارجه وزير مايک پومپيو سخت تور شوی او ويل شوې چې هغه د امريکا په تاريخ کې تر ټولو ضعيف خارجه وزير دی او تراوسه يې د بهرنيو چاروپه برخه کې هيڅ پرمختګ نه دی ترلاسه کړی. له دې وړاندې د مارچ په پای کې د واشينګټن پوست ورځپاڼې لخوا خپره شوې ليکنه کې هم مايک پومپيو د امريکا په تاريخ کې تر ټولو ضعيف خارجه وزير بلل شوی و. له دې څخه څرګنديږي چې د امريکا ټولنه په دغه هېواد کې د کرونا وبا په چټک خپرېدو سره لاښه درک کړې چې مايک پومپيو د دغه هېواد خلکو او ملي ګټو ته لوی خطر پېښ کړی.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په ياده ليکنه کې په بهرنيو چارو کې د ناکامېدو، د ګونګسو په خپرولو، پر نورو د خپل مسئوليت اچولو او د امريکا د متحده ايالتونو له سرچينو څخه د ناوړې استفادې په برخو کې د مايک پومپيو تېروتنې افشا شوې او پرې په کلکه غندنه وشوه. د بېلګې په توګه په دغه ليکنه کې دې ته اشاره شوې چې مايک پومپيو د کوويد -۱۹ د سرچينې موندلو په برخه کې د توطيې تيوري خپره کړې، خپل شخصي کارونه يې حکومتي کادرونو ته سپارلي،هميشه يې د حکومت په پيسو ماښامنۍ مېلمستياوې جوړه کړې او داسې نور. د روانې مياشتې په منځنۍ کې هم د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په يو خبر کې راغلي چې مايک پومپيو د خارجه وزارت له پيسو او الوتکو څخه په استفادې د خپل سياسي بنسټ د ټينګولو په موخه ډېر ځله کانساس ايالت ته سفرونه کړي دي.

د امريکا د خارجه وزارت څارنوال سټيو لينيک د مايک پومپيو د غير عادي کړنو په اړه د پلټنې پيلولو حکم وکړ، خو د پلټنې په پيل کې هغه د مايک پومپيو لخوا له دندې ګوښه کړی شو. نيويارک ټايمز ورځپاڼې په اشارې سره وويل چې مايک پومپيو د امريکا د خارجه وزارت له چارواکو سره خيانت کوي او خپل زياتره وخت د امريکا د مشرتابه په چاپلوسۍ کې لګوي.

واقعاً د امريکا په تاريخ کې د مايک پومپيو په څير هيڅ يو خارجه وزير نه شي پيدا کېدای چې د دغه هېواد په دننه او بهر کې دومره زيات تورونه پرې لګول شوي. د خندا وړ خبر دا دی چې مايک پومپيو له دومره زياتو تورونو سره سره بيا هم ادعا کوي چې امريکا د کرونا وبا پر وړاندې په نړيواله مبارزه کې لارښوونکی رول لوبوي او د چين مرستې بې ارزښته ګڼي.

په حقيقت کې چين تر نورو وړاندې په خپل هېواد کې کرونا وبا کنټرول کړې او له دغې وبا سره يې د نړيوالې مبارزې لپاره د ليدو وړ هلې ځلې کړې دي. د چين حکومت او د بېلابېلو ساحو شخصيتونو امريکا ته د ګڼ شمېر طبي موادو مرستې ليږلې او په خپل هېواد کې يې امريکا ته د اړينو توکو د اخيستلو په برخه کې اسانتياوې برابرې کړې دي. د بېلګې په توګه چين امريکا ته تر ۱۲ مليارډو ډېر ماسکونه صادر کړي دي. خو د مايک پومپيو په ګډون ځينو امريکايي سياستوالو په دې خپلې سترګې پټې کړې او د خپلو سياسي ګټو لپاره يې پر چين تورونه لګولي دي. لکه څنګه چې په چين کې د امريکا پخواني سفير بوکاس ويلي، د مايک پومپيو په ګډون د دغو سياستوالو هدف دا دی چې د کرونا وبا د کنټرول او د هېواد د اقتصادي ودې د ساتلو په برخه کې خپله ناکامي پټه کړي او له خپلې ناکامۍ څخه د خلکو توجه بل لوري ته وګرځوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای