CRI Online

امريکايي رسنۍ: امريکا ته کوويد-۱۹ له چين څخه نه، بلکې له اروپا څخه سرايت کړی

cri     (GMT+08:00) 2020-05-29 20:35:22

د امريکا د The National Interest مجلې چې په هر دوو مياشتو کې يوځل چاپيږي،د مې په ۲۷ مه نېټه په خپله ويبپاڼه کې د استراليا د سيډني پوهنتون د مرستيال پروفيسر ساورتولی بابوينس ليکنه خپره کړه چې ددې ښودنه کوي، کوويد ۱۹ امريکا ته له چين څخه نه ، بلکې له اروپا څخه سرايت کړی دی.

په دغه ليکنه کې راغلي چې کرونا وبا د امريکا حکومت ته ۳۰۰۰ مليارډه امريکايي ډالره زيانونه رسولي دي، ايا ددې زيانونو د کمېدو امکان و؟

د امريکا سياست وال په دې هېواد کې له کرونا وبا سره مبارزې په موخه اقداماتو او ارزيابۍ ته هم سياسي جامه ور اغوستې. په امريکا کې جمهوريت غوښتونکي د ايالتونو اقتصادي فعاليتونو د پيلولو غوښتونکي دي، خو ديموکراتان بيا له مرکزي حکومت څخه د ايالتونو د قرنطين کولو غوښتنه کوي او د دوی د جنجال د حلولو لپاره منځګړی شتون نه لري.

ديموکرات ګوند هڅه کوي چې په دغه هېواد کې د کرونا وبا د خپرېدو مسئوليت پر ډونالډ ټرمپ واچوي، خو ټرمپ هڅه کوي چې دغه مسئوليت پر چين واچوي. خوښايي رښتينی مسوول اروپا ده.

چين يو داسې هدف دی چې تورونه پرې په اسانۍ سره لګول کيږي. خو پر چين د تورونو په لګولو سره يو داسې مهم حقيقت پټ شوی چې امريکا ته کوويد-۱۹ له چين څخه نه ، بلکې له اروپا څخه خپور شوی دی.

سروې ښيي چې په امريکا کې د کوويد ۱۹ زياتره ناروغان په نيويارک کې دي او په نيويارک کې زياتره ناروغان له لويديځې اروپا سره اړيکې لري.که څه هم ډونالډ ټرمپ د جنورۍ په ۳۰ مه نېټه امريکا ته د چينايانو پر سفر بنديز لګولی، خو دغه هېواد ته يې له اروپا څخه د ويروس د خپرېدو مخه ونه شوای نيولای. که ټرمپ پر اروپايانو د سفر بنديز لا دوه مياشتې وړاندې لګولی وای، نو ښايي په دغه هېواد کې د روان روغتيايي بحران مخه نيولی شوې وای.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای