د امريکا ولسشر ډونالد ترمپ د می په ۲۹مه نېټه په سپينې ماڼۍ کې مطبوعاتي غونډه کې وويل، ځکه چې د روغتيا نړيوال سازمان د امريکا لخوا غوښتل شوی اصلاحات نه اجرا کوي،له دې امله امريکا به ورسره اړيکې پرې کړي او د دې سازمان لپاره پيسې به پر نورو ځايونو کې ولګول شي.
ترمپ د روانې مياشتې په ۱۸مه نېټه د ياد سازمان عمومي مشر تيدروس ادهانوم غيبريېسوس ته يو پيغام ولېږه او ورته وويل چې که د روغتيا نړيوال سازمان په راتلونکو ۳۰ ورځو کې واقعي اصلاحات تر سره نه کړي، امريکا به دې سازمان ته د پيسو ورکولو ته دوام ورنه کړي او په دې اړه به فکر وکړي چې په دې سازمان کې پاتې شي که نه. ياده کړنه د نړيوالې ټولنې او د امريکا په داخل کې غندل شوې ده.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |