CRI Online

د م م د بشري حقونو لوړ پوړي چارواکې له امريکا څخه وغوښتل چې د نژادي تبعيض د وژونکو کړنو د مخنيوي لپاره جدي تدابير غوره کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-30 17:08:17

د م م د بشري حقونو لوړ پوړې چارواکې ميشيل باچليټ د می په ۲۸مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د افريقايي الاصله امريکايي جوج فرويد د وژلو غندنه وکړه او و يې ويل، چې د امريکا حکومت بايد سمدلاسه د دغسې وژنو د مخنيوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي او دا بايد تامين کړي چې د دغو پېښو له رامنځته کېدو وروسته عدالت او انصاف وساتل شي. نوموړې وويل، هغه د فرويډ د وژنې له امله په راپورته شوي قهر پوهيږي او د دغه هېواد د مينياپوريس او نورو ځايونو له خلکو څخه غوښتنه کوي چې په سوله ييزو لارو چارو احتجاجي فعاليتونه تر سره کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای