CRI Online

بهرني کارپوهان: د هانکانګ په اړه پريکړه ليک مهم ارزښت لري

cri     (GMT+08:00) 2020-05-30 21:18:06

زياتو بهرنيو کارپوهانو وويل، چې د چين د ملي ولسي کانګرس له خوا د هانکانګ په اړه د پريکړه ليک تصويب لازمي تدبير دی او ډېر ارزښت لري.

د امريکا د ټولنپوه داوګ ګسلي وويل، چې هانکانګ د چين نه جلاکېدونکې برخه ده، امريکايي سياستوال بايد په مناسب ډول تاريخ ته وګوري.

د چيني مسئلو په اړه فرانسوي کارپوه او سياسي جغرافيه پېژندونکی پوه پياير پيکار وويل، چې هانکانګ امنيت او ثبات ته اړتيا لري، که په دغه سيمه کې ټولنيز نظام ګډوډ وي او د زور زياتۍ پېښې پر له پسې رامنځته شي، ځايي خلک به ارام او خوشاله ژوند و نه لري.

د نايروبي پوهنتون د ديپلوماتيکو او نړيوالو چارو انستېتيوټ پروفېسر ګريشون ايکيالا وويل، دغسې تاوجنې پيښې او د زور زياتي عمليات هيڅ حکومت ته د منلو وړ نه دي چې ټوله ټولنه به خرابه کړي او پر ټولو به منفي اغېزې وکړي. له دې څخه ملاتړ کوم چې د اړوند قانون د اصلاح له لارې په هانکانګ کې د ځينو افراطي کړو وړو مخه ونيول شي او ثابت چاپيريال اباد شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای