CRI Online

په امريکا کې د پوليسو د تشدد له امله د يو افريقا الاصله امريکايي د مړينې په اړه احتجاجي فعاليتونه رامنځته شوي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-30 21:23:46

په دې وروستيو کې د امريکا د پوليسو د تشدد له امله د يو افريقا الاصله امريکايي د وژنې په هکله د دغه هېواد په زياتو سيمو کې لاريونونه رامنځته شوي. دغې پېښې په امريکا کې له نژادي توپيرونو څخه پرده پورته کړې.

۴۶ افريقا الاصله امريکايي فرويډ د می په ۲۵مه نېټه ووژل شو. په يو ويډيو کې ليدل کيږي چې د مينيسوټا ايالت د مينياپوريس ښار يو سپين پوستي پوليس په زنګون د فرويډ په ستوني زور او فشار وکړ او دغه عمل ته يې نژدې ۷ دقيقه دوام درلود. نوموړي چيغې وهلې چې زما ساه بنده ده او تنفس نه شم کولی. هغه بې هوښه شو او روغتون ته وليږدول شو، خو اخرا مړ شو.

د يادې پېښې له پېښېدو وروسته د امريکا په زياتو سيمو کې احتجاجي فعاليتونه رامنځته شوي. مهمو سياستوالو، ټولنيزو فعالينو او د بېلا بېلو برخو مشهورو شخصيتونو په ټولنيزو رسنيو کې د يادې پېښې سخته غندنه کړې ده او غوښتنه يې کړې ده چې اړوند پوليس ته دې سزا ورکړل شي.

د ۲۰۱۹ کال د امريکا د نژادي مسئلې په اړه د Pew Research په نوم د څېړنيز مرکز د يوه راپور له مخې، په يوه نظر پوښتنه کې د نژدې ٪۵۸ کسانو په اند په امريکا کې نژادي اړيکې بدې دي، تر ٪۵۰ د زياتو افريقا الاصله کسانو په اند په دغه هېواد کې به نژادي مساوات بشپړ نه شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای