CRI Online

د يو افريقا الاصله امريکايي له وژنې څخه په امريکا کې نژادي تبعيض ته کتنه

cri     (GMT+08:00) 2020-05-30 21:07:54

په دې وروستيو کې د امريکا د پوليسو د تشدد له امله د يو افريقا الاصله امريکايي د وژنې په هکله د دغه هېواد په زياتو سيمو کې د لويې پيمانې ګډوډي او لاريونونه رامنځته شوي دي. د دې پېښې له امله په دغه هېواد کې د نژادي تبعيض مسئله يو ځل بيا ډېر د پام وړ ګرځېدلې ده.

د روانې مياشتې د ۲۵مې نېټې په ماښام، د جورج فرويډ په نوم يو افريقا الاصله امريکايي د جعلي نغدو پيسو د کارولو په تور د يو سپين پوستي پوليس لخوا ونيول شو، پوليس هغه چپه کړ او پر ستوني يې ورته زنګون کېښود، که څه هم هغه سختې چيغې وهلې چې ساه يې بنده ده، تنفس نه شي کولی، خو پوليس خپل تشدد ختم نه کړ او په پای کې يې ساه ورکړه او مړ شو.

په مينياپوريس ښار کې د فرويډ د وژنې په اړه احتجاجي فعاليتونو کې د زياتو لاريون کوونکو او پوليسو ترمنځ نښتې او د زور زياتۍ نورې پېښې شوې دي. د نيويارک په شمول د دغه هېواد په نورو زياتو سيمو کې هم د نژادي تبعيض پر ضد احتجاجي فعاليتونه تر سره شوي.

د کوويد-۱۹ وبا له خپرېدو راهيسې امريکايي سياستوالو تل پر نورو د خپل مسئوليت د اچولو لپاره بيا بيا پر چين او د روغتيا پر نړيوال سازمان تورونه لګولي او حتی د نژادي تبعيض د راپارولو په وسيله يې په خپل کور دننه نژادي لانجې تحريک کړې. اوس په دغه هېواد کې روانه ګډوډي د دوی د دغسې کړنو نتيجه ده.

د فرويډ د مړينې له امله د امريکا د ملي لږکيو د سخت قهر پر وړاندې او له وبا سره د مبارزې په چارو کې د کمزورۍ او نيمګړتياوو له امله د ورک شوي ژوند پر وړاندې، امريکايي سياستوال بايد خپل مسئوليت تر پوښتنې لاندې ونيسي او له خپل ملت امريکايانو څخه دې بښنه وغواړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای