د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د تازه راپور له مخې، د منځنۍ اروپا پر وخت د مې د ۳۰مې نېټې د سهار تر لسو بجو پورې، په ټوله نړۍ کې د کوويد-۱۹ پر ناروغۍ د تازه اخته شويو کسانو شمېر ۱۱۶۰۴۸ و او عمومي شمېر يې ۵۸۱۷۳۸۵ ته رسېدلی دی. همدارنګه د دغې ناروغۍ له امله د تازه مړه شويو کسانو شمېر ۵۰۱۷ و او د مړينې عمومي شمېر ۳۶۲۷۰۵ ته رسېدلی دی. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |