د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې خبري اژانس د می په ۳۰مه نېټه خبر ورکړ چې روسيې په همدې ورځ سوريې ته د ميګ - ۲۹ ډول يوه ډله جنګي الوتکې ورکړې دي.
په ياد خبر کې د سوري ځواک د معلوماتو له مخې ويل شوي چې د می په ۳۰مه نېټه د سوريې په حميم کې د روسيې د هوايي ځواک په پوځي اډه کې د روسيې له خوا سوريې ته د ميګ-۱۹ ډول جنګي الوتکو د تسليم مراسم تر سره شول. دغې جنګي الوتکې به له نوموړې اډې څخه په هوا شي او د سوريې بېلا بېلو پوځي هوايي ميدانونو کې به ځای پر ځای شي او د جون له لومړۍ نېټې وروسته به ترې کار اخيستل کيږي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |