د سنيهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د می په ۳۰مه نېټه وويل، چې د ۷ هېوادونو ډلې سرمشريزه غونډه ښايي وځنډيږي او هغه پلان لري چې نورو هېوادونو ته د ګډون بلنې ورکړي.
ټرمپ د همدې ورځې په شپه په ځانګړې الوتکه کې له فروريډا ايالت څخه پلازمينې واشنګټن ته د تګ په حال کې ورسره مل خبريالانو ته وويل، فکر کوي چې د ۷ هېوادونو ډلې د سرمشريزې غونډې د جوړېدو وخت تر سپتمبر پورې د م م د عمومي اسامبلې په شاو خوا وخت کې يا تر نومبر پورې له ولسمشريزو ټاکنو وروسته مودې پورې وځنډيږي. د ده په قول د ۷ هېوادونو ډله ( متروکه ) شوې او هغه پلان لري چې روسيې، د کوريا جمهوريت، استراليا او هند ته په دغه سرمشريزه غونډه کې د ګډون بلنې ورکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |