د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د هند د کورنيو چارو وزارت د می په ۳۰مه نېټه اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې به د قرنطين روان تدبيرونه يوه مياشت نور هم دوام ولري يعنې د جون تر ۳۰مې نېټې پورې به اوږده شي.
د هند د کورنيو چارو وزارت د خپور شوي حکم سره سم، د جون له لومړۍ نېټې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې د دغه هېواد د قرنطين نوې مرحله به پيل شي چې په دغه موده کې به نړيوالې تجارتي هوايي کرښې بيا پيل نه شي او د هرې شپې له ۹بجو د بلې ورځې تر ۵ بجو پورې به ګرځبنديز نافذ وي.
د قرنطين په نوې مرحله کې به د جدي کنترول سيمې او جدي نه کنترول سيمې سره جلا شي. د جدي کنترول په سيمو کې به جدي بنديزونه پلي شي او د خلکو د ژوند لپاره به يوازې بنسټيزو چارو ته اجازه ورکړل شي. په جدي نه کنترول سيمو کې به د جون له لومړۍ نېټې وروسته د خلکو او موټرونو تګ راتګ ته اجازه ورکړل شي او د جون له ۸مې نېټې وروسته به مذهبي ځايونه، هوټلونه، رستورانتونه او پلورنځاي بيا پرانيستل شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |