CRI Online

نړيواله ټولنه د امريکا پر هغه عمل نيوکه کوي چې د روغتيا له نړيوال سازمان سره د اړيکو د ختمولو اعلان کړی

cri     (GMT+08:00) 2020-05-31 20:16:07

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په ۲۹مه نېټه اعلان وکړ چې د روغتيا له نړيوال سازمان سره به اړيکې پرې کړي او د دې سازمان لپاره به ځانګړې پيسې په نورو ځايونو کې ولګوي.هغه چې د نړيوالې ټولنې د پراخه نيوکو لامل شوی دی.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند عباس الموسوي د روانې مياشتې په ۲۹مه نېټه په ټولنيزې رسنۍ کې وليکل .د کوويد-۱۹ ويروس په نړۍ کې خپرېږي، په همدې حال کې امريکا د روغتيا له نړيوال سازمان سره اړيکې ختمې کړې.

موسوي همدارنګه وويل چې له خلکو سره د ژمنې تر ماتولو وروسته ، د امريکا حکومت د قربانيانو په لټه کې دی ترڅو خپلې ناکامۍ پټې کړي، خو د مسؤليت څخه د ځان خلاصولو دا عمل نړۍ نشي غولولی.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې مريا زاخارووا د روانې مياشتې په ۲۹مه نېټه وويل کله چې نړۍ د ساري ناروغۍ پر وړاندې يووالي ته اړتيا لري ، امريکا د نړۍ د طب او روغتيا د همکارۍ قانوني بنسټ ويجاړ کړ. د يادې ناروغۍ پر وړاندې مبارزه کې د امريکا طبي سيسټم کمزوری فعاليت دغه هېواد ته د روغتيا په برخه کې د هغه د مشرتابه په اړه له خبرو کولو څخه بې برخې کړی.

د اروپايي ټولنې رئيسې ون ديرلين وون او د دې ټولنې د بهرنيو چارو او امنيتي تګلارو عالي رتبه استازي جوسيپ بوريل فنتيليس د روانې مياشتې په ۳۰ مه نېټه د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره له دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د نړيوالې ټولنې مشرتابه د اروپايي ټولنې ملاتړ تاييد کړی او له امريکا څخه يې وغوښتل چې د روغتيا له نړيوال سازمان سره د اړيکو ختمولو په پرېکړې باندې دې له سره غور وکړي.

د جرمني د روغتيا وزير د روانې مياشتې په ۳۰مه نېټه په ټولنيزو رسنيو کې د روغتيا له نړيوال سازمان سره د اړيکو پرې کولو په اړه د ټرمپ د اعلاميې په غندلو سره يوه مقاله خپره کړه .هغه وويل چې اروپايي ټولنه بايد د روغتيا نړيوال سازمان په اصلاحاتو کې مهم رول ولوبوي او مالي پانګونه زياته کړي .دا به د جولای په لومړۍ نېټه د اروپايي ټولنې د نوبتي رئيسه هېواد په توګه تر ټاکل کېدو وروسته د جرمني له لومړيتوبونو څخه وي.

د جرمني د بهرنيو چارو وزير ماس د روانې مياشتې په ۳۰مه نېټه د روغتيا له نړيوال سازمان سره د اړيکو ختمولو په اړه د امريکا د پرېکړې غندنه وکړه. ماس وويل چې په داسې يو وضعيت کې چې په نړۍ کې وبا ناروغي لاهم خپرېږي ، امريکا دا کار کوي چې "په ناسم وخت کې غلطه نښه لېږي.

د بريتانيا د روغتيا وزارت وياند د روانې مياشتې په ۳۰ مه نېټه وويل چې له کوويد-۱۹ ويروس سره مبارزه يوه نړيواله ننګونه ده. د روغتيا نړيوال سازمان د ساري ناروغۍ پروړاندې د نړيوالې مبارزې په رهبرۍ کې مهم رول لوبوي. بريتانيا نيت نه لري چې له دې سازمان څخه د امريکا وتلو تعقيب کړي.

د آيرلنډ د روغتيا وزير د روانې مياشتې په ۲۹مه نېټه په ټولنيزو رسنيو کې ليکلي چې د امريکا پرېکړه يوه خرابه پرېکړه ده. نړۍ اوس د پخوا په پرتله څو اړخيزم ته اړتيا لري. له ويروس سره په مبارزه کې بېلا بېل هېوادونه بايد يووالی پياوړی کړي او په يو بل بريد ونه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای