CRI Online

هغه امريکايي سياستوال دې ځان ته اور ورکړي چې د هانکانګ مسئلې په برخه کې اور بلاوه

cri     (GMT+08:00) 2020-06-01 20:26:55

څو ورځې مخکې، د امريکا په مينيسوټا ايالت کې يو افريقا الاصله امريکايي د سپين پوستي پوليس د زور زياتي له امله ووژل شو او په همغه وخت کې پوليس پر ستونی ور ته زنګون کېښودلی و. دغه پېښه د امريکا په کابو ۷۰ ښارونو کې د لاريونونو سبب ګرځېدلې ده. د ځينو لاريونونو په ترڅ کې د جنګ، شخړو او اورلګونې په شمول د زور زياتي پېښې رامنځته شوې دي، خو تېر کال دغه شان لاريونونه په هانکانګ کې هم رامنځته شوي وو. د پاملرنې وړ ځای دا دی چې ځېنو امريکايي سيستوالو هغه وخت هېر کړی چې په همغه وخت کې يې د هانکانګ په واټونو کې څنګه د زور زياتي له کړو وړو څخه ملاتړ کاوه او په دې اند وو چې په هانکانګ کې د زور زياتي کړه وړه ( په زړه پورې منظره ) ده، په هانکانګ کې لوچکان د ډيموکراسۍ ساتونکي دي او د هانکانګ پوليس يې بدنامول. کله چې دغه شان پېښې په امريکا کې رامنځته شوې، دوی په دې اند دي چې دا لاريونونه بلکې شخړې دي او له نژادي سپکاوي سره مخالف عام خلک لوچکان دي. دوی د پوليسو د هغه عمل ستاينه وکړه چې د موټر په چلولو سره يې پر عامو وګړو ور وخيژاوه، دوی ګواښ کړی چې پر لاريون کوونکو به ډزې وکړي او حتی د پوځ له لارې به لاريونونه بند کړي.

د بريټانيا مشهور کارپوه جون لوس په ټولنيزې رسنۍ کې دې ته اشاره کړې چې د هانکانګ د حالت پر پرتله په مينيسوټا ايالت کې ډېر پوليس د عامو وګړو په وژلو بوخت دي، دوی بشري حقونو ته زيان رسوي او دغه شان حالت په هانکانګ کې تر اوسه نه دی رامنځته شوی. له دې څخه څرګندېږي چې د امريکا سياستوال هيڅکله د هانکانګيانو ګټې په پام کې نه نيسي، بلکې دوی يوازې په دې پلمه رايې او سياسي ګټې لټوي او د چين د پرمختګ مخه نيسي. ( غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای