CRI Online

ايران له امريکايي حکومت څخه غوښتي چې د ملکي وګړيو پر وړاندې زورزياتی پای ته ورسوي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-02 12:05:57
ايران له امريکايي حکومت څخه غوښتي چې د ملکي وګړيو پر وړاندې زورزياتی پای ته ورسوي

په دې وروستيو کې په امريکا کې يو افريقا الاصله امريکايی د سپين پوستي پوليس د تشدد له امله مړ شو او له امله يې په دې هېواد کې د نژادي تبعيض پر ضد پراخ لاريونونه رامنځته شول. په دې اړه د ايران د حکومت وياند د جون په لومړۍ نېټه د امريکايي حکومت عمل وغانده. برسيره پر دې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت د امريکا په شمول د ځينو هېوادونو لخوا د چين د هانکانګ په چارو کې لاسوهنه وغندله.

د ايران د حکومت وياند علي ربيعی په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، که امريکا د نړۍ په هر هېواد کې د خپلې خوښې خلاف اقدام وويني، نو په سپين سترګۍ سره مداخله کوي. ايران په امريکا کې د لاريونونو حالاتو او د نژادي تبعيض ته ډېره پاملرنه کوي. هغه وويل

((امريکا هر وخت د عدالت او د اتباعو ازادۍ په پلمه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه کړې. اوس په امريکا کې دغه پېښه ښيي چې امريکا د بشري حقونو په برخه کې پر نورو هېوادونو د نيوکې حق نه لري. د امريکا حکومت بايد د نړيوال ثبات د ويجړولو پر ځای په خپل هېواد کې دننه تشکيلاتي سيستم اصلاح او ټولنيزو اړيکو ته پاملرنه وکړي، د اقتصاد او نژاد په برخه کې دې نابرابري ختمه کړي. هيله لرو چې امريکايي حکومت له دې پېښې څخه درس واخلي او د ايران په شمول د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه و نه کړي. ))

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند عباس موسوي په همدې ورځ په امريکا کې د وروستيو حالاتو په اړه د ايران د حکومت د يوې اعلاميې په لوستلو سره بيان کړ او و يې ويل چې د امريکايي پوليسو تشدد د افسوس وړ دی، امريکايي حکومت بايد د ملکي وګړيو پر وړاندې زورزياتی پای ته ورسوي. هغه امريکايي لاريون کوونکو ته په خطاب کې وويل:

((ستاسو د مظلوميت اواز ټولې نړۍ اورېدلی، نړۍ ستاسو سره ولاړه ده. د امريکا رژيم په کور او بهر کې زورزياتی او ظلم غوره کړی، د امريکايي پوليسو تشدد ډېر د افسوس وړ دی. موږ وليدل چې د امريکا په بېلا بېلو سيمو کې عدالت غوښتونکي په زور ځپل شوي دي. پر امريکايي چارواکو او پوليسو غږ کوو چې د خلکو پر وړاندې زورزياتی پای ته ورسوئ. ))

په دې وروستیو کې ځينو هېوادونو د چين د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې په چارو کې په لاسوهنې سره د ځايي وګړيو د راوپارولو هڅه وکړه. د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند عباس موسوي وويل، ايران د يو چين پېژندنې له تګلارې څخه ملاتړ کوي او د چين په کورنيو چارو کې د نورو لاسوهنې غندي. هغه وويل

((هانکانګ د چين يوه برخه ده، د تاريخي لامل په وچه، چين په يو هېواد کې د دوو سياسي نظامونو پاليسی غوره کړې. تر اوسه پورې دغه پاليسی په هانکانګ او مکاو کې په اغېزمنه توګه پلی شوې. دا يو واقعيت دی چې له امريکا او کم شمېر نورو هېوادونو پرته، نږدې ټول هېوادونه د چين له دغې پاليسۍ څخه ملاتړ کوي. نو ايران د چين په کورنيو چارو کې د نورو هېوادونو لاسوهنې غندي. ايران د يو چين پېژندنې له تګلارې څخه ملاتړ کوي او له لوېديځو هېوادونو څخه غوښتنه کوي چې بايد د نورو خپلواکو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه پای ته ورسوي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای