CRI Online

په امريکا کې د اوږد مهاله سيستماتيک بې عدالت په وجه ټولنيز تضادونه په چټکۍ سره ډېرېږي.

cri     (GMT+08:00) 2020-06-02 12:35:40

په دې وروستيو څو ورځو کې د امريکايي پوليسو د زورزياتي له امله د جورج فلويد په نوم افريقايي الاصله امريکايي وژل کېدل د دغه هېواد په څه باندې ۷۵ ښارونو کې د يو لړ مظاهرو او نښتو د رامنځته کېدو سبب شوی دی. د امريکا د ملي ګارډ وياند هواک څرګنده کړه چې د مې د ۳۱مې نېټې تر سهار پورې د امريکا بېلا بېلو سيمو ته د ملي ګارډ څه بانندې ۵ زره سرتېري لېږل شوي او نور ۲ زره نور اوس پر چمتوالي بوخت دي. که حالات لا نور هم خرابېږي، نو د ملي ګارډ لا زيات سرتېري به د مظاهرو ځايونو ته ولېږل شي. تر اوسه پورې د امريکا په لږ تر لږو ۴۰ ښارونو کې د شپې په ګرځبنديز لګول شوی دی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دې وضعيت ته په اشارې سره ليکلي چې پوليسو د مظاهره کوونکو پر ضد د فلېش لاسي بمونو، اوښکې بهونکو بمونو او ربړي ګوليو په شمول بېلا بېلې وسلې کارولې. په زياتو وختونو کې سره له دې چې عام وګړيو هېڅ اقدام نه دی کړی يا پوليسو ته تسليم شوي، خو پوليسو بيا لا هم له هغوی سره د خطرناکو مجرمينو په توګه عمل کړی. دا چې امريکايي پوليس د نژادي توپيرونو له مخې بېل چلندونه غوره کوي او د دندې په وخت کې زورزياتي تر سره کوي، په امريکا کې يې د تش په نوم مدني حقونه له ګواښ سره مخ کړي.

د وژل شوي امريکايي فلويد د کورنۍ لخوا د ګمارل شوي وکيل بنجېمين کرومپ په اند، دا چې له يوې اوږدې مودې راهيسې په امريکا کې نژادي تبعيض ته زياته پاملرنه نه ده شوې او پوليسو د رنګين پوستانو پر ضد تبعيضي چلندونه او زورزياتي کړي او همدا د فلويد د وژل کېدو مهم سببونه دي. د افريقايي الاصله په شمول رنګين پوستو امريکايانو د دغه هېواد د پرمختګ لپاره ستر خدمتونه تر سره کړي، خو تر اوسه د امريکا د سپين پوستو له خوا چې د دغه هېواد چارې په واک کې لري، دوی يې په رښتينې معنا د امريکايي ټولنې د يوې برخې په توګه نه دي منلي. د پوليسو لخوا د قانون اجرا کولو په ترڅ کې د زورزياتي د تر سره کولو له امله دغه ټولنيزه مسئله لا نوره هم ترينګلې شوې ده.

په امريکا کې دغې پېښې د نړيوالې ټولنې زيات پام هم جلب کړی دی. د کانادا په تورونتو ښار کې د مې په ۳۰مه نېټه څو زرو تنو د نژادي توپير پر ضد د عدالت غوښتلو لپاره مظاهره وکړه. د روسيې خارجه وزارت د مې په ۲۹مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړه: دا د امريکايي قانون اجراکوونکو لومړی ځل نه دی چې د دندې تر سره کولو پر مهال زورزياتي تر سره کوي. له دې څخه د بشري حقونو په برخه کې د امريکا سيستماتيکه ستونزه څرګندېږي. د م م د بشري حقونو عالي کميشنرې ميشل باچېليټ په دې اړه ويلي چې نژادي تبعيض په امريکا کې اوږد تاريخ لرونکی مسئله ده. امريکا بايد په جدي اقداماتو سره د پوليسو خوا د لا زياتو تور پوستانو د وژنې مخنيوی وکړي.

په امريکا کې د نژادي تبعيض اصلي لاملونه په دغه هېواد کې سيستماتيکه بې عدالتي. معنی يې دا ده چې د امريکا سياسي او ټولنيز نظامونه له ملي لږکيو سره د نابرابرۍ پر بنسټ جوړېږي. دغه ډول نابرابري د استخدام، ښوونې، استوګنې او طب په شمول بېلا بېلو ټولنيزو چارو کې ښکاره ده. په امريکا کې که د چا عايدات لوړ وي، نو د بيمې تګلارې به د هغوی په ګټه وي. برعکس که د چا عايدات ټيټ وي، نو د هغوی د سترې ناروغۍ طبي لګښت بار به خورا دروند وي. په امريکايي تورو پوستانو کې د بېوزلۍ انډول نسبتاً لوړ دی، د دوی پر وړاندې طبي اسانتياوې هم کمې ليدل کېږي، نو ځکه د دغه هېواد په زياتو ښارونو کې د تور پوستو لخوا پر کوويد ۱۹ د اخته کېدو او د مړينې انډول ډېر لوړ ښکاري.

د کوويد ۱۹ د چټک خپرېدو له امله اوس په امريکا کې اقتصادي چارې ډېرې کمزورې او د بې کارۍ انډول ډېر لوړ دی چې له ۴۰ مليونو نه لا زيات کسان بې کاره شوي دي. له دې جملې څخه اکثريت ملي لږکۍ دي. دوی د خپل ژوند د راتلونکې په اړه ژوره اندېښنه لري او له اوږدې مودې راهيسې يې نابرابرۍ زغملې، نو ځکه دوی له امريکايي حکومت څخه ډېر ناخوښ دي چې ولې په امريکا کې اوسنی سرسخت حالت رامنځته کېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای