CRI Online

مايک پومپيو د لويديځ لپاره خطر جوړوي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-02 21:13:32

امريکا په کور دننه له ګډوډۍ سره مخ ده، خو په داسې حال کې هم د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د دروغو په جوړولو بوخت دی. نوموړي په دې ورستيو ورځو کې د امريکا د فوکس تلويزيون له خبريال سره په مرکه کې اروپا ته په ګواښ وويل، چې چين د امريکا او د امريکا د لويديځو ملګرو ګټو ته زيانونه او خطرونه رسوي او له اروپا څخه يې وغوښتل چې د چين پر ضد له امريکا سره لاس يو کړي.

دروغ که زر ځله تکرار هم شي، خو په حقيقت نه بدليږي. اروپايان په څرګنده توګه دا وليدل چې مايک پومپيو د کوويد-۱۹ په روانه وبا کې کوم رول لوبولی دی. امريکا په خوله کې د ( امريکا له اروپا سره ولاړه ده) نارې وهي، خو د وبا له خپرېدو وروسته يې دغسې ګامونه پورته کړي، چې د وبا د وقايې او کنترول په اړه د اروپايي هېوادونو اړوند توکي نيولي، په يو اړخيزه توګه يې دغه هېواد ته د اروپايي ټولنې د کسانو پر ورتګ بنديزونه لګولي،د کوويد- ۱۹ له وبا سره د مبارزې په اړه د پيسو راغونډولو په نړيواله غونډه کې يې ګډون و نه کړ او داسې نورې ناسمې چارې يې تر سره کړې دي.

اروپايان په دې پوهيږي چې د شخصي سياسي ګټو د موندلو موخه لرونکي امريکايي سياستوال د اروپا ګټو ته پاملرنه نه لري. له تېرو څو کلونو راهيسې د اقتصاد او سوداګرۍ، انرژۍ او علمي تکنالوژۍ په برخو کې د اروپا پر وړاندې د امريکې د خنډونو د اچولو بېلګې کمې نه دي.

د اوږدې مودې په تېرېدو سره د يو کس رښتينی زړه معلوميږي. د اروپايي هېوادونو او خلکو په زړونو کې معيارونه شتون لري چې څوک رښتينی ملګری او څوک جعلي ملګری دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای