CRI Online

په کابل کې ځانمرګي بريد ۲ تنه ووژل او ۲ تنه نور يې ټپيان کړل

cri     (GMT+08:00) 2020-06-03 10:52:12

د سينهوا اژانس د جون په ۲مه نېټه د افغانستان د کورنيو چارو وزارت له قوله وويل، د همدې ورځې په شپه د کابل ښار پر وزير محمد اکبر خان جومات ځانمرګي بريد وشو چې له امله يې ۲ تنه ووژل شول او ۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

د دې وزارت وياند سينهوا اژانس خبريال ته وويل، د همدې ورځې د شپې په ۷ بجو ۲۵ دقيقو، د کابل د بهرنيو هېوادونو د سفارتونو سيمې ته نژدې په وزير محمد اکبر خان جومات کې يو کس په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکو ته چاودنه ورکړه او ۲ تنه يې ووژل، ۲ تنه يې ټپيان کړل، بريدګر هم ځای پر ځای وژل شوی .

تر اوسه هيچا يا ډلې د دې پېښې مسئوليت پر غاړه نه دی اخيستي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای