CRI Online

امريکا خپلې کورنۍ ستونزې پر نورو اچوي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-03 12:09:16

امريکا خپلې کورنۍ ستونزې پر نورو اچوي

په امريکا کې د توکم پالنې ضد قهرجن لاريونونه او تاوتريخوالي اتمې ورځې ته ورسېدل او له دې کبله تراوسه د دغه هېواد په ۶ ايالتونه او ۱۳ ښارونو کې بېړني حالت اعلان شوی او په بېلابېلو ځايونو کې د ملي ګارډ ۶۷۰۰۰ عسکر ځای پر ځای شوي دي.

په داسې بېړني حالت کې چې د امريکا په تاريخ کې ساری نه لري، امريکايي حکومت په څه بوخت دی؟

سي ان ان دې ته په اشارې وويل چې د ټرمپ حکومت اوس تر ډېره په نورو چارو بوخت دی، د بېلګې په توګه له رسنيو سره جنجال کوي، د هانک کانګ موضوع په پلمه پر چين تورونه لګوي او د روغتيا له نړيوال سازمان سره د امريکا اړيکې پرېکوي.

همدارنګه ډېر نور امریکايي سياستوال د مظاهره چيانو پر هغې غوښتنې چې د بشري حقونو د اوسني وضعيت بدلول غواړي، سترګې پټوي او په دې برخه کې د خپلو پاتې راتلو پړه پر نورو اچوي.

امريکا تور لګوي چې روان کړکېچ د روسيې طرحه ده

د امريکا د ښارونو ملي اتحاديې اجرائيه رئيس او د نيواورلينس پخواني ښاروال مارک موريا سي اين اين ته وويل چې په امريکا کې روان احتجاجونه د روسيې استخباراتي کارکوونکو او هغو کسانو راپارولي چې سپين پوستي تر نورو بهتره ګڼي.

پر مارک موريا سر بيره د ملي امنيت په چارو کې د امريکا د حکومت پخوانۍ سلاکارې سوزان رايس هم په امریکا کې د روانو احتجاجونو پړه پر روسيې واچوله او ويې ويل چې مسکو هڅه کوي د امريکايانو په منځ کې د نفاق اچولو له لارې امريکا ډرې وړې کړي.

امريکا همداراز پدې اند ده چې د روان کړکېچ پړه د بهرنيو مداخله ګرو او د توکم پالنې ضد ډلې پر غاړه ده

روشيه ټوډې تلويزيون (Russia Today TV) د مې په ۲۹ مه نېټه خبر ورکړ چې د امريکا مينيسوټا ايالت چې روان احتجاجونه لومړی ياد ايالت کې رامنځته شوي، والي يې ټيم والز وايي، روان تاوتريخوالی د نشه يي توکو د مافيا ډلې او هغو کسانو راپارولی چې سپين پوستي تر نورو بهتره ګڼي. برسيره پردې، د مينياپوليس  او سېنټ پولښاروالانو او د مينيسوټا ايالت څارنوال کېتح ليسون هم څرګنده کړې چې روان احتجاجونه د بهرنۍ مداخلې له امله رامنځته شوي دي.

ټرمپ د مې په ۳۰ مه نېټه پر خپله ټوېټر پاڼه وليکل چې مسئوليت د انتيفا (ANTIFA) په نوم د توکم پالنې ضد ډلې او د کيڼ اړخه تندلارو پر غاړه دی. بيا د جون په لومړۍ نېټه نوموړي ياده ډله ترهګره وبلله .

د امريکايي سياستوالو څرګندونو ته د رسنيو غبرګونونه

روشيه ټوډې تلويزيون د مې په ۳۱مه نېټه د سوزان رايس څرګندونې ته په غبرګون کې د ريشخند په ډول په خپ رپوټ کې ليکلي چې تاسې سم فکر کړی دی، دا کال حتما د روسيې دی! روسان ، هغه کسان چې سپين پوستي تر نورو بهتره ګڼي، د نشه يي توکو مافيايي کړۍ او موږ بهرنی قوت هميشه دې ته انتظار کوو چې د مينيسوټا ايالت يو پوليس يو بې وسلې افريقايي الاصله امريکايي ووژني، څو په امريکا کې له دې کبله وضعيت ګډوډ شي. واقعاً ستاسو د فلم سناريو خورا اوږده او ستړې کوونکې ده.

د امريکا فوکس خبري وېبپاڼې هم د سوزان رايس څرګندونې ناسمې او بې بنسټه بللې دي.

واشينګټن پوست ورځپاڼې په خپل رپوټ کې ليکلي چې امريکايي سياستوالو تراوسه هغه شواهد نه دي وړاندې کړي چې د روانو احتجاجونو مسئول په ډاګه کړي، د دوی څرګندونې ان يو له بل سره په تضاد کې دي.

اوسمهال په امريکا کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر نږدې ۱۸ لکو ته رسيدلی او د مړه شوو کسانو شمېر له يو لک څخه اوښتی دی. همدارنګه تر ۴۰ مليونو ډېر کسان بې کاره شوي او د توکم پالنې ضد لاريونونه هم روان دي. خو د هر څه پړه پر نورو اچول د موجودو ستونزو د حل لپاره هيڅ ګټه نه لري، برعکس په دغه هېواد کې به د اوسني سخت وضعيت د لاخرابېدو سبب شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای