CRI Online

د امريکايي سياستوالو په ژبه د بيان آزادي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-03 21:00:42

د فرانسې د اې اېف پي اژانس د جون په درېيمه نېټه خبر ورکړ چې خبري رسنيو په تيره اوونۍ کې د امريکايي پوليسو له خوا پر خبريالانو د زور زياتي زياتې پېښې خپرې کړې دي. په دغه هېواد کې د امريکا، استراليا او روسيې په شمول د زياتو هېوادونو خبريالان له بريدونو او يا نيولو سره مخامخ شوي او دغسې زياتې پېښې په کېمرو ثبت شوې دي. پر خبريالانو د امريکا حکومت تشدد د نړيوالې ټولنې د قهر سبب ګرځېدلی دی.

د امريکا سياستوالو د کوويد- ۱۹ وبا له خپرېدو وروسته د خبريالانو مهمو پوښتنو ته د ځوابونو په ترڅ کې دروغ ويلي او پر نورو يې خپل مسئوليت واچولی، او يا يې خبريالان سخت غندلي دي. د خندا وړ خبره دا ده چې دغه امريکايي سياستوال د بيان آزادۍ په پلمه د نورو هېوادونو پر خبري رسنيو نيوکې هم کوي. په دې وروستيو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو وويل، چې چين په هانکانګ کې د امريکايي خبريالانو د راپور ورکولو په آزادۍ کې لاسوهنه نه شي کولی. دغه سياستوال په ژبه د بيان آزادۍ دوه ګوني معيارونه لري، دوی څرنګه د حقيقت پر وړاندې خپل دروغ بشپړ کړي؟

اوس په امريکا کې پر کوويد- ۱۹ ويروس د اخته کسانو شمېر تر يو مليون اته سوه او پنځوس زره تنو زيات شوی او هممهاله د دغه هېواد په څه باندې يو سل او څلوېښتو ښارونو کې د لويې پيمانې لاريونونه رامنځته شوي دي. خو هغه امريکايي سياستوال چې يوازې په خپلو شخصي ګټو فکر کوي، لا هم غواړي چې پر خبري رسنيو د فشار اچولو له لارې خپل کمزوري کارونه پټ وساتي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای