CRI Online

د بريټانيا ټولنپوه:له کوويد ۱۹ ويروس سره مبارزه د نړيوالې همکارۍ پياوړتيا ته اړتيا لري

cri     (GMT+08:00) 2020-06-04 13:44:20

د بريټانيا د ټولنيزې اکاډمۍ غړي او مشهور ټولنپوه مارتين البرو په دې وروستيو ورځو کې وويل چې چين له کوويد ۱۹ ويروس سره په مبارزه کې د نورو هېوادونو لپاره يوه نمونه ګرځېدلې. هغه دې ته په اشارې سره وويل چې له کوويد ۱۹ ويروس سره مبارزه د نړيوالې همکارۍ پياوړتيا ته اړتيا لري.

دوه اتيا کلن پروفيسر مارتين البرو چې تر ټولو وختي يې د نړيوال کېدو په هکله نظر څرګند کړی، په دې وروستيو ورځو کې زمونږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې نړيواله همکارۍ له کوويد۱۹ ويروس سره د اغيزناکې مقابلې يوازنۍ لار ده. هغه دې ته په اشارې سره وويل چې د دې ويروس د خپرېدو له امله خلک په دې پوه شو چې انسانان ګډ برخليک لري چې دا يو حقيقت دی.که په دې مبارزه کې همکارۍ نه وي، انسانان به ښه راتلونکې ونه لري.

هغه وويل ،ټول کسان په دې مبارزه کې پوه شول چې مونږ ټول انسانان ورته جينياتيک لرو او د کوويد۱۹ ويروس د ټولو انسانانو ګډه ننګونه ده.نو ځکه نړيواله همکارۍ د اهميټ وړ ده.د دې ټکي په نظر نيولو سره ټول هېوادونه بايد ليو لاس شي او يو له بل سره دې خپلې تجربې شريکې کړي. رښتيا ده چې چين له کوويد ۱۹ ويروس سره په مبارزه کې د نورو هېوادونو لپاره نمونه ګرځېدلې.دغه ويروس انسانانو ته خبرداری ور کړی چې مونږ يوه ګډه راتلونکې او د ښې راتلونکې لپاره ګډه هيله لرو. ځکه چې که مونږ په دې مبارزه کې د متقابلې همکارۍ شتون ونه لرو، نو زمونږ راتلونکې به هم ښه نه وي.

نوموړي وويل چې د دې ويروس د خپرېدو له امله په نړۍ کې بدلونونه راغلي دي. چين او امريکا په نړۍ کې د څو قطبي جوړښت دوه مهم ځواکونه بلل کيږي، نو متقابلې همکارۍ ته اړتيا ده. هغه زياته کړه، دا څرګنده ده چې دغه دوه هېوادونه همکارۍ ته اړتيا لري. زه خوشحاله يم چې د روغتيا په نړيواله ويډيويي غونډه کې مې د نړيوالې همکارۍ په هکله د رئيس شي جين پينګ غوښتنه او وړانديزونه واوريدل.هغه ويلي و چې د مختلفو هېوادونو خلک عامه روغتيايي ګټې لري او هر هېواد بايد د دې ګډې ګټې د ساتلو لپاره مثبت خدمتونه وکړي.زما په اند څو اړخيز ارګانونه به په راتلونکي نړيوال پرمختګ کې ډېر مهم رول ولوبوي. زه باور لرم چې چين به هرو مرو په دغو ارګانونو کې په تېره د روغتيا او سوداګرۍ په نړيوالو سازمانونو کې مهم رول ولوبوي.

د دې ترڅنګ هغه همدارنګه دې ته په اشارې سره وويل چې چين له کوويد ۱۹ ويروس سره په مبارزه کې د نورو هېوادونو لپاره يوه نمونه ګرځېدلی او د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا په برخه کې يې مهم خدمتونه کړي دي.د چين په اقتصادي او ټولنيز پرمختګ سره به د چين تخنيکونه او کلتور پر نړۍ مهمه اغيزه وکړي. هغه وويل، زما په اند ګردې نړۍ د چين له تخنيکي پرمختګ څخه ډېرې ګټې اخيستې دي. زما په اند د هوا وۍ شرکت يو ښه شرکت دی. د هوا وۍ ګرځنده تليفون مې هم کارولی دی. البته ګرده نړۍ هم د چين د مالونو له سوداګرۍ څخه برخمنه شوې ده. د دې ترڅنګ په دې نظر يم چې نور هېوادونه د چين د کلتور زده کړه کولی شي. د بېلګې په توګه په ډېرو هېوادونو کې د کنفوسيوس پوهنځي تعليمي درسونه ډېر مهم دي. ما په ځانګړي توګه د دې پوهنځي له درسونو څخه ډېر څه زده کړي. په دې اند يم چې د چين حکومت بايد د کلتوري توليداتو او کلتوري ځواک د لا قوي کېدو لپاره لازياتې هڅې وکړي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای