د افريقايي الاصله امريکايي جارج فلويد د وژل کېدو له امله په امريکا کې لاريونونه روان دي. د يادې پېښې له رامنځته کېدو وروسته خلکو د هغه بلې پخوانۍ پېښې يادونه کړې چې په ۱۹۶۸ کال کې د دې هېواد د ولسي غورځنګ د تورپوستي مشر ماتين لولر کينګ د وژل کېدو له امله ستر لاريونونه تر سره شول. نو دوی پوښتنه لري چې له ۱۹۶۸ کال راهيسې په امريکا کې د نژاد پرستۍ مسئلې د حل وفصل په برخه کې څومره پرمختګونه شوي؟
د امريکا د دولتي ګټو(The National Interest) په نوم د مجلې ويبپاڼې د جون په دوهمه نېټه د يوې مقالې په خپرولو سره وويل چې له پنځوسو کلونو راهيسې که څه هم د افريقايي الاصله امريکايانو د ژوند حالت په ځينو برخو کې لږ څه ښه شوی،خو دوی د خپلو حقه حقونو د تر لاسه کولو لپاره لاهم د ۱۹۶۸ کال په شان له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
د ۱۹۶۸ کال په پرتله اوس مهال په امريکا کې د بې وزلۍ مسئله هم د پاملرنې وړ ده او د افريکايي الاصله امريکايانو د بې وزلۍ انډول په سلو کې ۲۱ دی چې دغه شمېر د سپين پوستو د بې وزلۍ د انډول په پرتله درې چنده برابر دی. له دې څخه ښکاري چې د افريکايي الاصله امريکايانو د بې وزلۍ حالت د هغه وخت په پرتله په بنسټيزه توګه نه دی بدل شوی.
که څه هم د ۱۹۶۸ کال په پرتله د يادو کسانو د ژوند حالت تر يوې اندازې پورې ښه شوی، خو بنسټيز پرمختګونه يې نه دي موندلي.د يادې مجلې د افريکايي الاصله ليکوالې تاناهيسي کوچ له قوله ويلي چې د دې حالت لامل د نژاد پرستۍ سيسټماتيک کېدل دي.کوچ په دې اند ده چې نژاد پرستي د امريکا په تاريخ کې د افريکايي الاصله امريکايانو د پرمختګ د مخنيوي سبب شوی. د امريکا حکومت د ټولنيز نظام د جوړولو په بهير کې شتمنو کسانو ته ډېره پاملرنه کوي. شتمنۍ له نژاد پرستۍ سره تړاو لري، نو د نژادي تبعيض مسئله سيستماتيکې ځانګړتياوې لري. که څه هم ډېرو کسانو دغو مسئلې ته د پاملرنې غوښتنه وکړه، خو ټول هېواد نه غواړي چې نژادونو ته دې په مساوي سترګه وکتل شي، نو د سپين او تور پوستانو ترمنځ اړيکو واقعي پرمختګ نه دی کړی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |