د چين صدراعظم لي که چيانګ د جون د ۴مې نېټې په شپه د واکسين په نړيواله ويډيويي سرمشريزه غونډه کې پر دې ټينګار وکړ چې چين د کوويد-۱۹ ويروس د واکسين، درملو او څارنې علمي څېړنه چټکه کړې او په دې برخه کې نړيوالو همکاريو ته ډېر اهميت ورکوي.
هغه وويل، په چين کې د ټولو چينايانو د نه ستومانه کېدونکو کوښښونو په رڼا کې د کوويد-۱۹ ويروس د خپرېدو مخنيوی شوی، خو مبارزه ختمه شوې نه ده. د بېلا بېلو هېوادونو خلک د روغتيا برخه نژدې اړيکې لري، چين به په پر له پسې ډول له زياينمن شويو هېوادونو په تيره بيا پرمختيايي هېوادونو سره مرستې وکړي، څو په دغو هېوادونو کې اقتصادي او ټولنيزې چارې بيا اعاده شي. هغه دې ته اشاره وکړه چې چين به په پر له پسې ډول د واکسين ازموينې په ګډون چارو کې د روغتيا نړيوال سازمان د لارښوونکي رول ملاتړ وکړي او د واکسين د ژر تر ژره استفادې لپاره به کوښښ وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |