CRI Online

د امريکا څلورو پخوانيو ولسمشرانو په دې هېواد کې د نژادي تبعيض په اړه خپل دريځونه څرګند کړل

cri     (GMT+08:00) 2020-06-05 12:16:28

په امريکا کې د افريقايي الاصله امريکايي جارج فلويد د قصدي وژنې له امله د نژادي تبعيض ضد پراخ لاريونونه رامنځ ته شول او د جون تر ۳مې نېټې پورې د امريکا د۵۰ ايالوتونو په ۴۳۰ لويو او کوچنيو ښارونو او ولسواليو کې دا ډول لاريونونه روان وو. دغه راز د فرانسې، بريټانيا، سويډن، کاناډا، اسټراليا او جرمني په شمول ډېرو هېوادونو کې هم د نژادي تبعيض ضد لاريونونه روان دي.

د امريکا د Minneapolis مينياپولس ښاروالۍ د لاريونونو د فشار له امله د جارج فلويد په قصدي وژنه کې د ښکيلو پوليسو د محاکمې کارونه چټک کړي. ټول ۴ تنه پوليس تر عدلي تعقيب لاندې دي چې له دې جملې څخه يو تن پر دويمې درجې قتل تورن دی.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه وکړه چې د جارج فلويد او د ده د کورنۍ لپاره عدالت پلی کوي. خو نوموړی نژادي مسئله نه ګڼي او لاريون کوونکي يې نژادي تبعيض ته پر لمن وهلو تورن کړي. برسيره پر دې، هغه د بېلا بېلو ايالتونو له مشرانو څخه غوښتنه وکړه چې بايد د لاريونونو د مخنيوي لپاره اغېزناک تدابير غوره کړي او که داسې ونه کړي، نو دی به له فدرالي پوځونو څخه استفاده وکړي.

د امريکا پخوانيو ولسمشرانو د دې هېواد د نژادي مسئلې په اړه خپل دريځونه څرګند کړل.

باراک اوباما چې د دغه هېواد د لومړي افريقايي الاصله ولسمشر په توګه يې دنده ترسره کړې، وويل چې په امريکا کې رامنځته شوې پېښې د امريکايانو لخوا د نژادي تبعيض د پېژندنې او د دې موضوع د ختمېدو لپاره يو فرصت دی. هغه هيله وښودله چې ولس بايد خپله رايه هغه کانديد ته ورکړي چې اوسنی وضعيت بدلولی شي. د امريکا پخواني ولسمشر George Walker Bush جارج والکر بوش له ټولو امريکايانو څخه غوښتنه وکړه چې د دې پېښې اصلي لامل پيدا کړي او په ګډه دې عدالت او برابري وهڅوي. بل پخواني ولسمشر William Jefferson Clinton ويليم جيفرسون کلينتون خبرداری وکړ چې که امريکا په دوامداره توګه د نژادي تبعيض تګلارې پلې کړي، نو په دې هېواد کې به هېڅکله ريښتينې ازادي او عدالت عملي نه شي. پخواني ولسمشر Jimmy Carter جيمی کارتر پر دې ټينګار وکړ، چې زورزياتی په هېڅ ډول د مسئلې حلولو لاره نه ده. هغه وويل، موږ د امريکايي وګړيو د خوښې وړ او ښه حکومت ته اړتيا لرو.

د امريکا د دفاع اوسني او پخواني وزيرانو هم له ټرمپ سره مخالفت څرګند کړ. ټرمپ پلان لري چې لايون کوونکي باغيان معرفي کړي او د بغاوت ضد د قانون له مخې يې وځپي، د دفاع اوسني وزير مارک اسپر Mark Esper په خپله وينا کې د ټرمپ له ياد پلان سره مخالفت وکړ. د دفاع پخواني وزير جيمز ماتيس James Mattis په علني توګه ټرمپ وغانده او ويې ويل چې هغه د امريکا لومړی ولسمشر دی چې د امريکايانو يووالی نه غواړي.

په تېرو دريو مياشتو کې کوويد-۱۹ ناروغي په امريکا کې چټکه خپره شوې، په دې حال کې په دې هېواد کې پراخ لاريونونه رامنځته شوي او د دې ناروغۍ د خپرېدو حال لا نور سخت شوی دی.

سي ان ان د جون په ۲مه نېټه خبر ورکړ چې په تېره اوونۍ کې د پراخو لاريونونو له امله په ۱۸ ايالتونو کې پر يادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر لږ تر لږه لس سلنه زيات شوی او په وروستيو ورځو کې په کلفورنيا ايالت کې دغه شمېر ۱۱ سلنه زيات شوی دی.

په داسې حال کې چې په امريکا کې ياده ناروغي چټکه خپره شوې، د وزګارو کسانو شمېر ډېر زيات شوی او له خلکو سره اندېښنې زياتې شوې.

د جارج فلويد د وژنې له مسئلې څخه په امريکا کې د نژادي تبعيض اوږده مخينه ښکاره شوې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای