په امريکا کې د افريقايي الاصله امريکايي جارج فلويد د قصدي وژنې له امله په دغه هيواد کې د نژادي تبعيض ضد پراخ لاريونونه رامنځته شوي دي. دغه لاريونونه د امريکا د۵۰ ايالاتونو په ۴۳۰ لويو او کوچنيو ښارونو او ولسواليو کې د جون تر ۳مې نېټې پورې روان وو او په ترڅ کې يې د لاريون کوونکو او پوليس ترمنځ نښتې او اخوډب هم شوی دی.
د امريکا د دفاع وزير مارک اسپر څو ورځې مخکې په خپله وينا کې د دې هېواد د ولسمشر ټرمپ له هغه پلان سره مخالفت وښود، چې لاريون کوونکي پکې ياغيان معرفي شوي او د بغاوت ضد د قانون له مخې يې د ځپلو ګواښ پکې شوی و. وروسته ټرمپ خپل پلان لغوه کړ.
د څېړوونکو په اند، بشريت او انسانيت ته بايد لومړيتوب ورکړل شي او تر هر څه بايد مخکې وي، د هېواد پوځ بايد د ملکي وګړيو پر وړاندې ونه کارول شي. اوس په امريکا کې بشري ضد تګلارې او پلانونه له پراخو مخالفتونو سره مخ دي.
څېړونکي په دې اند دي، چې د امريکا حکومت بايد نژادي تبعيض ته جدي پاملرنه وکړي، د يادې پېښې اصلي لامل دې پيدا کړي او سمه لاره دې غوره کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |