CRI Online

چين به د کوويد -۱۹ ويروس ضد واکسين د څيړنې او د دغه ويروس ضد د مبارزې په برخو کې د نړيوالو همکاريو د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-05 18:42:11

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مې په ۵مه نېټه وويل، چې چين به په مداومه توګه د بشريت د ګډ برخليک ټولنې د افکارو په رڼا کې د کوويد -۱۹ ويروس ضد واکسين د څيړنې او د دغه ويروس ضد مبارزې په برخو کې د نړيوالو همکاريو د پياوړتيا لپاره له بېلا بېلو خواوو سره نژدې تماس ونيسي، څو ژر تر ژره دغې وبا ته ماتې ورکړی شي.

د واکسين نړيواله سرمشريزه ويډيويي غونډه څو ورځې مخکې تر سره شوه او عمده موخه يې دا وه چې د واکسين نړيوالې ټولنې لپاره بسپنې راغونډې کړي، څو د واکسين جوړونه تامين شي، په تېره بيا د کوويد -۱۹ ويروس ضد واکسين د څيړلو، توليدولو او ويشلو لپاره پانګې وړاندې شي.

وياند ګنګ شوانګ په همدې ورځ په يوه نوبتي خبري ناسته کې په دې اړه وويل، چې چين په دې اند دی چې بېلا بېلو ګډون کوونکو په دغه غونډه کې د واکسين د څيړنې په برخه کې د همکاريو ګډ نيت څرګند کړی. له دې څخه د دغې وبا ضد مبارزې لپاره د نړيوالې ټولنې باور او ټينګ هوډ څرګندېږي. چين د دغې غونډې د برياليتوب هر کلی کوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای