د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مې په ۵مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې اوس د چين او هند ترمنځ عمومي سرحدي حالت ارام او د کنترول وړ دی. دواړه خواوې پر نژدې تماس نيولو ټينګار کوي او د اړوندو مسئلو د ښه حلولو لپاره کوښښ کوي.
د هند د خبري رسنيو د خبر له مخې، د چين او هند پوځونه به د جون په ۶مه نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي مسئلې په باب خبرې اترې وکړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |