CRI Online

شي جين پينګ او ايمانويل ماکرون تليفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-06-06 15:23:14

د سينهوا خبري اژانس خبر له مخې، د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جون په شپږمه نېټه د فرانسې له ولسمشر ايمانويل ماکرون سره تليفوني خبرې وکړې.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل چې د کرونا وبا له خپرېدو راهيسې چين او فرانسې خپلمنځي لوړه سويه لرونکې ستراتېژيکه همغږي ساتلې ده. تر اوسه په نړۍ کې د دې وبا مخه نه ده نيول شوې او مخنيوی يې د بېلابېلو خواوو ترمنځ همکاريو ته اړتيا لري. چين او فرانسه بايد د وبا پر وړاندې له نړيوالې مبارزې څخه پر ملاتړ ټينګار وکړي او پدې برخه کې دې خدمتونه ترسره کړي. همدارنګه دواړه هېوادونه بايد د واکسين او درملو د څېړنې په برخه کې د خپلو څېړنيزو ارګانونو ترمنځ ګډې همکارۍ وهڅوي او ورڅخه دې ملاتړ وکړي، د روغتيا په ۷۳ م نړيوال کنفرانس کې شوې موافقې دې ژر تر ژره عملي کړي، د روغتيا له نړيوال سازمان څخه دې زيات ملاتړ وکړي، په ګډې همکارۍ دې د وبا د وقايې او کنترول په برخه کې له افريقا او نورو وروسته پاتې هېوادونو او سيمو سره مرستې وکړي او پر څواړخيزم دې ټينګار وکړي او نړيواله سوله او ثبات دې وساتي.

ايمانويل ماکرون وويل چې فرانسې او چين له کرونا وبا سره د مبارزې په برخه کې ښې همکارۍ کړې دي. فرانسه هيله لري چې دغه همکارۍ لاپياوړې کړي. فرانسه به له چين سره يوځای د روغتيا په نړيوال کنفرانس کې شوې موافقې په ښه توګه عملي کړي، د روغتيا د نړيوال سازمان له رول څخه به ملاتړ وکړي، له دغه سازمان سره ګډې همکارۍ به تقويه کړي او د کرونا وبا د وقايې په برخه کې به افريقايي هېوادونو ته زيات ملاتړ برابر کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای