CRI Online

د ځينو لويديځو هېوادونو مشران ولې په امريکا کې د نژادي تبعيض د سختو پېښو په اړه څرګند دريځ نه لري؟

cri     (GMT+08:00) 2020-06-06 15:50:46

افريقايي الاصله امريکايي جيورج فلويد د وژنې له امله رامنځته شوې سختې مظاهرې لا تر اوسه په ټوله امريکا کې روانې دي. کله چې نړيوالې ټولنې له دې امله د امريکا سختې غندنې وکړې، د ځينو لويديځو هېوادونو مشران چې پخوا تل د ديموکراسۍ او بشري حقونو ادعا کوله، په دې اړه دومره څرګند دريځ نه ښيي.

د کانادا صدر اعظم جوستين ترودو اړوندو پوښتنو ته په ځواب کې يوازې داسې څرګنده کړه چې هغه به کاناديانو ته خپله پاملرنه وکړي. د برېتانيا لومړي وزير بوريس جوسن د فلويد د وژل کېدو تر يوې اوونۍ وروسته وويل چې نژادي تبعيض او زور زياتي په بريتانيا کې ځای نه لري. د دې تر څنګ د استراليا صدر اعظم سګوټ موريسن په دې اړه څرګند دريځ نه لري. يادو شويو مشرانو د امريکايي چارواکو د حيرانتيا وړ کړنو په اړه ولې دومره خاموشه او يا لږ خبرې کړې؟

په حقيقت کې ځينې لويديځ هېوادونه په امريکا پسې روانېدو باندې عادت شوي دي. په تېره بيا له تېرو څو کلونو راهيسې امریکا په اقتصادي، سوداګريزو او امنيتي مسئلو کې کله کله پر خپلو ملګرو هېوادونو نيوکې هم کړې، نو که څه هم داسې هېوادونه د امريکا په څرګندو غلطيو ښه پوهېږي، خو په دې اړه زياتې خبرې نه کوي او خپل دريځ هم نه څرګندوي.

يو خبره دا ده چې په ځينو لويديځو هېوادونو کې نژادي تبعيض هم موجود دی. که څه هم د لويديځو هېوادونو مشران په خپل هېواد کې نژادي تبعيض نشي له منځه وړلای، خو کله کله يې په دې اړه پر پرمختيايي هېوادونو تورونه لګولي، د بېلګې په توګه برېتانيا او استراليا.

نژادي تبعيض د امريکايي ټولنې يوه لويه نيمګړتيا ده او د لويديځو هېوادونو ګډ شرم هم دی. د لويديځو هېوادونو مشران چې د نژادي تبعيض په اړه دوه ګونې معيارونه غوره کوي، خپلې مسئلې نشي حلولای. د م م د بشري حقونو عالي کميشنرې مېرمن ميشل باچېليټ د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړه چې د امريکايي ټولنې په جوړښت کې موجود نژادي تبعيض او نابرابري د اوسنيو ترينګلو حالاتو د رامنځته کېدو عمده سببونه دي. اوس د سترو اصلاحاتو وخت رارسېدلی دی. ځينې لويديځ هېوادونه چې له امريکا سره د کوويد ۱۹ پر ضد ورته تګلارې غوره کړې، د ويروس د مخنيوي او کنټرول په برخو کې ډېر وروسته پاتې شوي، نو د نژادي تبعيض پر ضد مسئله کې ايا دوی لا هم غواړي په امريکا پسې پر ځمکه ځانونه وغورځوي؟

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای