CRI Online

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر ((د کوويد-۱۹ وبا پر وړاندې د چين مبارزه)) سپين کتاب خپور کړ

cri     (GMT+08:00) 2020-06-07 12:42:04

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د جون په ۷ مه نېټه تر دې سرليک لاندې ((د کوويد-۱۹ وبا پر وړاندې د چين مبارزه)) سپين کتاب خپور کړ.

په دغه ۳۷زره کليمو لرونکي سپين کتاب کې له کوويد-۱۹ وبا سره د مبارزې لپاره د چين هڅې او تجربې ثبت شوې او متن او محتوا يې په څلورو څپرکو ځای پر ځای شوې ده: د کوويد-۱۹ پر وړاندې د چين د مبارزې بهير، د ويروس وقايې او کنترول او د ناروغانو درملنه، د دغې مبارزې په ترڅ کې د بېلابېلو خواوو ګډې هڅې او د انسانانو د روغتيا او صحت د ګډې ټولنې جوړونه.

په دغه سپين کتاب کې راغلي چې د کوويد-۱۹ له امله رامنځته شوې د سږي ناروغي په تېرو نږدې سلو کلونو کې لومړۍ سخته ساري ناروغي ده چې تر ټولو ډېرو کسانو ته يې سرايت کړی دی. پر دغه ويروس انسانان په لومړي ځل اخته شوي او په ډېره چټکۍ سره له يو څخه بل ته خپريږي چې د سرايت سرعت يې ساری نه لري. چين د دغه نامعلوم او ناپېژانده ويروس پر وړاندې د مبارزې لپاره سمدستي جدي اغېزمن اقدامات غوره کړي.

په سپين کتاب کې دېته په اشارې سره ويل شوي چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د ويروس وقايې او کنترول ته ډېره پاملرنه کړې او پر دې يې ټينګار کړی چې بايد د خلکو د ژوند او روغتيا خونديتوب ته لومړيتوب ورکړی شي. نوموړي همدارنګه غوښتنه کړې چې خلک بايد د ويروس پر وړاندې مبارزه باندې ټينګ باور ولري او ګډې هڅې وکړي، د ويروس وقايوي کارونه او د ناروغانو درملنه بايد له علمي اصولو سره سمه ترسره کيږي او اړوندې تګلارې بايد له واقعيتونو سره سمې په دقيقه توګه وټاکل او عملي شي.

په دې سپين کتاب کې ويل شوي چې په چين کې له دې وبا سره د مبارزې لپاره بې ساری جدي اقدامات غوره شوي، په لويه پيمانه د قرنطين تدابير پلې شوي او د هېواد د بېلابېلو ځايونو له سرچينو څخه په استفادې سره د ناروغانو د درملنې لپاره ډېرې هڅې شوې تر څو هيڅ يو ناروغ هم بې درملنې پاتې نه شي.

په دغه سپين کتاب کې ويل شوې چې چين د سترې بيې او قربانۍ په ورکولو سره په څه باندې يوه مياشت کې د وبا چټکه خپرېدا کنترول کړې، له څه باندې دوو مياشتو وروسته په دغه هېواد کې هره ورځ د نويو ناروغانو شمېر د ګوټو په شمېر په ساحه کې ايسار او کنترول شوی او له څه باندې دريو مياشتو وروسته په ووهان ښار او هوبۍ ولايت کې ټول ناروغان له روغتونونو رخصت شوي دي چې په يادو ځايونو کې له کرونا وبا سره په مبارزه کې دا يو مهم پرمختګ ګڼل کيږي.

همدارنګه په سپين کتاب کې زياته شوې چې چين تل د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې په اړه پر نظريې ټينګار کوي، د يو لوی هېواد په توګه خپل مسئوليت مني او له نورو هېوادونو سره ګډې همکارۍ کوي. چين په لومړي وخت د وبا په اړه معلومات نړيوالې ټولنې ته وړاندې کړي، له بېلابېلو خواوو سره يې د ويروس د کنترول او د ناروغانو د درملنې په برخه کې خپلې ټولې تجربې شريکې کړې او تر خپلې وسې پورې يې نړيوالې ټولنې ته بشري مرستې برابرې کړي دي. چين په نورو هېوادونو کې د دغې وبا د خپرېدو له امله د دغو هېوادونو له خلکو سره په غم کې ځانونه شريک ګڼي او په ټول توان به له نړيوالې ټولنې سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. يووالی او همکارۍ د دغې وبا پر وړاندې د نړيوالې مبارزې لپاره تر ټولو قوي وسله ده او بېلابېل هېوادونه بايد د انسانانو د روغتيا او صحت ګډه ټولنه جوړه کړي.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای