د جون په شپږمه نېټه د بېلا بېلو سوداګريزو مرکزونو ،بازارونو او خدمتي چارو د بيا پرانيستلولپاره په بېجينګ کې د مصرفي فصل په نوم يو لړ فعاليتونه پيل شوي چې د چين د ميډيا ګروپ او د بېجينګ د ښاروالۍ له خوا په ګډه جوړ شوي دي. 1
د بېجينګ ښاروالي به په وار سره د ۱۲ ميليارډو او ۲۰۰ مليونو يوانو په ارزښت مصرفي کوپنونه ښاريانو ته ور کړي،د مصرف د پرمخبيولو لپاره به يو لړ تګلارې خپرې کړي او څه باندې څلور سوه مهم فعاليتونه به تر سره کړي.
په دغو فعاليتونو کې به دا د پاملرنې وړ وي چې له هو بۍ ولايت سره د مرستې تر عنوان لاندې د دې ولايت د ځانګړو توليداتو د پلورلو فعاليت تر سره شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |